د ملګرو ملتونو د مشروط تعامل پرېکړهلیک کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي
طالبانو د دې پرېکړهلیک په ځانګړې توګه له افغانستان سره د هېوادونو د مثبت تعامل په برخه کې د دې پرېکړهلیک هرکلی کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه پرېکړهلیک یو مثبت ګام بللی دی.