د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه هېوادونو ته به ۱۰ سلنه اضافي ګمرکي تعرفې ولګوي چې غواړي د برېکس سازمان سره یو ځای شي. ټرمپ برېکس د «امریکا د سیاستونو ضد» یو سازمان بللی دی.
د دغه سازمان مشران د یکشنبې په ورځ په برازیل کې د یوې سرمشریزې لپاره راټول شوي وو.
په داسې حال کې، چې د جي اووه او جي شل ډلې یعنې د نړۍ د سترو اقتصادونو ډلې د خپلمنځي اختلافونو او د ټرمپ د «لومړی امریکا» ګډوډوونکو سیاستونو له امله فلج شوې دي، بریکس هڅه کوي ځان د څو اړخیزو اړیکو یو خوندي مرکز وښيي. دا په داسې وخت کې ده، چې نړۍ د تاوتریخوالي، شخړو او سوداګریزو جګړو له ګواښونو سره مخ ده.
د بریکس د سرمشریزې پرانېستغونډې ته، د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سیلوا وویل، بریکس د سړې جګړې پر مهال د نه یو ځای کېدونکو هېوادونو د غورځنګ وارث دی؛ هغه خوځښت چې هڅه یې کوله د قطبي شویو نړیوالو صفونو برخه نه شي.
لولا مشرانو ته وویل: «بریکس د نه یو ځای کېدونکو غورځنګ وارث دی. اوس چې څو اړخیزوالۍ تر حملو لاندې دی، زموږ خپلواکي یو ځل بیا له ننګونو سره مخ ده.»
د یکشنبې په ماسپښین، د بریکس ډلې په یوه ګډ بیان کې خبرداری ورکړ چې تعرفو زیاتوالی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو ګواښ دی. دا څرګندونه د ټرمپ د تعرفې سیاستونو غیرمستقیمه نیوکه بلل شوې ده.
یوازې څو ساعته وروسته، ټرمپ خبرداری ورکړ چې هغه هېوادونه به سزا کړي چې غواړي د بریکس له ډلې یا سازمان سره یو ځای شي.
ټرمپ په خپل تروت سوشیال پوسټ کې ولیکل: «هر هغه هېواد چې ځان د بریکس د امریکایی سیاستونو ضد سره یو ځای کوي، ۱۰ سلنه اضافي تعرفه به پرط لګېږي. په دې پالیسۍ کې به هېڅ استثنا نه وي. له پاملرنې مو مننه.»
ټرمپ دا نه ده روښانه کړې چې د بریکس کوم سیاستونه د امریکا ضد بولي.
