افغانستان

ډیپلوماټ مجله: په افغانستان او پاکستان کې د داعش پر اصلي مرکزونو غور ته اړتیا ده

د مسکو له برید وروسته د واشنګټن د منځني ختیځ د مطالعاتو د انسټیټیوټ کارپوه شانتي ماریت ډیسوزا په « د ډیپلومات» مجله کې په یوه مقاله کې ویلي، چې د داعش خراسان پر اصلي مرکزونو په افغانستان او پاکستان کې د تمرکز او تفاهم پراخولو ته اړتیا ده.

د واشنګټن د منځني ختیځ د مطالعاتو د انستیتوت کارپوه ټینګار کړی، چې په دې تمرکز کې باید د منځنۍ آسیا سرحدونه هم شامل وي، ځکه داعش هڅه کوي چې سیمه ییز فعالیتونه پراخ کړي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې، په مسکو کې د خراسان په نامه د داعش وروستی برید په دې سیمه کې د داعش د پام وړ حضور لامل نه دی، خو په منځنۍ آسیا کې د دې ډلې د حضور او نفوذ وړاندوینه کېږي.

په مسکو کې د داعش په برید کې لږ تر لږه ۱۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا چې طالبانو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی، په مقاله کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۱۷۰۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۱۰۰ نور نیول شوي او زنداني شوي دي.

د دې مقالې په دوام کښې په وروستیو کلونو کښې د ترکیې او ایران په هیوادونو کښې د داعش د حملو د زیاتیدو یادونه هم شوې ده.