افغانستان

د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال، ظاهر قدیر د محاکمې لپاره امریکا ته وسپارل شو

انځور – ظاهر قدیر

د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني لومړي مرستیال، عبدالظاهر قدیر، کورنۍ امو ټلویزیون ته ویلي چې نوموړی د جولای میاشتې په نهمه، د پنجشنبې په ورځ، د کینیا له زندان څخه د امریکا متحده ایالاتو ته لېږدول شوی دی.

بلخوا د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې عبدالظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی، څو د مخدره موادو او درنو پوځي وسلو د قاچاق په تړاو د لګول شویو تورونو له مخې محاکمه شي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، عبدالظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د امریکا په غوښتنه نیول شوی و. وروسته د کینیا محکمې امریکا ته د هغه د سپارلو پرېکړه وکړه.

په همدې حال کې د عبدالظاهر قدیر کورنۍ وایي، د هغه نیول کیدل سیاسي اړخ لري، له نوموړي سره بې‌عدالتي شوې او د عادلانه او شفافې محاکمې غوښتنه کوي.

د امریکا عدلیې وزارت وايي د هغه پر وړاندې لګېدلي تورونه به د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته ارزول کېږي.