رباب فاطمه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه.
دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، بنګلهدېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه، د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.
سرچینې وایي، که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په راتلونکو څو ساعتونو کې له دې ټاکنې سره مخالفت ونه کړي، نو د رباب فاطمې ګومارنه به وروستۍ او رسمي شي.
