د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۱ – د ۸ بجو خبرونه

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی، د ایران د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس وایي، چې په دغه سفر کې د طالبانو د بهرنیو چار وزیر امیرخان متقي، هم د ملابرادر ملتیا کوي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو غندنه یې کړې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د علي خامنه‌یي پر مړینې هم خواخوږي څرګنده کړې وه.