امنیت

افغانستان په دوو سیمه‌ییزو غونډو کې یو ځل بیا د امنیتي بحثونو په محور بدل شو

د دوو مهمو سیمه‌ییزو غونډو له جوړېدو سره هم‌مهاله، ایران او پاکستان یو ځل بیا د افغانستان تحولات له امنیتي زاویې مطرح کړي او د سیمې لپاره یې د هغو پر پایلو تمرکز کړی دی.

په قرغیزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې افغانستان د خبرو اترو یو له اصلي محورونو څخه و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، تهران له هر هغه ابتکار څخه ملاتړ کوي چې پایله یې امن، باثباته، پرمختللی، له ترهګرۍ پاک او د ټولګډونه حکومت لرونکی افغانستان وي.

هغه زیاته کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت له هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د یوه امن، باثباته، پراختیا موندلي، له ترهګرۍ پاک او ټول ګډونه حکومت لرونکي افغانستان سبب شي او په ځانګړي ډول د دغه هېواد او دوست او ورور هېواد پاکستان ترمنځ د نښتو او شخړو د پای ته رسېدو غوښتونکی دی.»

ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د اسیاین (ASEAN) په سیمه‌ييز فورم کې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو ګواښ د سیمې یو له لویو امنیتي ننګونو څخه وباله.

هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ (BLA) د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره ګټه اخلي.

اسحاق ډار وویل: «پاکستان د افغانستان له طالب رژیم څخه یوازې یو انتظار لري؛ دا چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګریز اقدامات ترسره شي. او طالبان خپلو ژمنو او وعدو ته وفادار پاتې شي، د سوداګرۍ پراختیا، سیمه‌يیز ترانزیټ او د سوېلي او منځنۍ اسیا او هاخوا د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره به پراخ فرصتونه برابر شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د اسیاین د سیمه‌ييز فورم له غړو وغوښتل چې د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې موخه یې د سیمې د سولې او امنیت د ګواښلو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه: «غواړم له دغه مهم تریبون څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان له طالبا رژیم او په سیمه کې د ترهګرۍ له ټولو ملاتړو وغواړم چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د ګاونډیو یا نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.»

طالبانو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت رد کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د دغه هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

له دې سره سره، په دوو جلا ناستو کې د ایران او پاکستان د چارواکو څرګندونې ښیي چې افغانستان همدا راز د سیمې د هېوادونو په امنیتي خبرو اترو کې یو له اصلي موضوعاتو څخه پاتې شوی دی.