امنیت

د ملګرو ملتونو چارواکی: القاعده لا هم په افغانستان کې شتون لري

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالۍ سرپرست په افغانستان کې د القاعده ډلې د شتون خبر ورکوي.

الکساندر زویف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دغه شبکه د طالبانو له چارواکو سره پېچلې اړیکې لري.د هغه په وینا، په اوسني وخت کې په افغانستان کې د دغې شبکې فعالیتونه د پام وړ نه دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي، د داعش خراسان څانګه او د پاکستان تحریک طالبان (TTP) په افغانستان کې تر ټولو فعالې ډلې بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمېټې تل په افغانستان کې د القاعده د غړو او روزنیزو کمپونو د شتون او همدارنګه له دغې شبکې سره د طالبانو د نږدې اړیکو په اړه راپورونه ورکړي دي.

خو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالۍ سرپرست ویلي چې اوسمهال القاعده په افغانستان کې کوم څرګند فعالیت نلري، لکن په دغه هېواد کې یې خپل شتون ساتلی دی.

هغه وویل: «په افغانستان کې د تېرو لسیزو په اوږدو کې، په دودیز ډول بېلابېلو ترهګرو ډلو فعالیت درلودلی دی. القاعده اوسمهال په دغه هېواد کې کوم د پام وړ فعالیت نلري، خو لا هم په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکوي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی چې القاعده د طالبانو له چارواکو سره پېچلې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمېټې د راپورونو پر بنسټ، د القاعده غړو د طالبانو په اداري او د قانون د پلي کولو په دستګاه کې نفوذ کړی او دا شبکه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې روزنیز مرکزونه لري.

د دغې کمېټې د ۲۰۲۵ کال د جولای په راپور کې راغلي وو چې طالبانو د القاعده او هغې پورې د تړلو ډلو فعالیتونو ته مناسب چاپېریال برابر کړی دی.

دغې کمېټې وړاندې ویلي وو: «د افغانستان سرپرست چارواکي لا هم د القاعده او د هغې د تړلو ډلو په ګډون، د یو شمېر ټروریسټي ډلو د فعالیتونو لپاره د یو مساعد چاپېریال ساتلو ته دوام ورکوي؛ هغه چاره چې د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.»

بلخوا، د ملګرو ملتونو یاد چارواکي په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې او د پاکستان د تحریک طالبان د فعالیتونو خبر ورکړی او وایي چې دا دواړه په افغانستان کې تر ټولو فعالې ډلې دي.

الکساندر زویف زیاته کړه: «په افغانستان کې تر ټولو فعالې ډلې د داعش څانګه (د عراق او شام اسلامي دولت-خراسان) او همدارنګه د پاکستان تحریک طالبان دي.»

له دې سره سره، د افغانستان له خاورې د داعش فعالیت او ګواښ د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا او روسیې یوه کلیدي اندېښنه ده او په افغانستان کې د ټي ټي پي فعالیتونو د پاکستان او طالبانو ترمنځ سخت تشنجونه راپیدا کړي دي.

اسلام‌اباد ویلي ترڅو چې طالبانو د پاکستان پر وړاندې د هېواد د خاورې د نه کارولو په اړه لیکلی تضمین نه وي ورکړی، اسلام‌اباد به په افغان خاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د نظامي چارو شنونکی، محمد رادمنش وايي: «پاکستان پر افغانستان د خپلو بریدونو له لارې دوه موخې تعقیبوي؛ لومړی د خپلو مخالفو وسله‌والو ځپل او دویم، د ډیورنډ دواړو غاړو ته د خلکو ترمنځ د ذهنیت جوړونه او طالبانو ته د مشروعیت ورکول دي.»

طالبان بیا په افغانستان کې د هیڅ یوې ډلې شتون نه مني؛ نه د القاعده، نه د داعش او نه هم د ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې.

د طالبانو ویاند تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی پر هېواد «بشپړ کنټرول» لري او «هیڅ فرد یا ډلې» ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.

د دغو ډاډګېرنو سره سره، بیا هم د طالبانو تر ټولو نږدې ملګري لکه روسیه، لا هم په افغانستان کې د دغو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرې کوي.