امنیت

عاصم منیر پر افغانستان د پوځي بریدونو د دوام خبرداری ورکړ

انځور- د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د پوځ د عامه اړیکو دفتر ته منسوبې پانې څخه

د پاکستان د پوځ د درستیزوالانو په ۲۷۶مه ناسته کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه هېواد د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې خاورې څخه د کېدونکو بریدونو په غبرګون کې د ځان د دفاع حق لري او پوځ به یې په افغانستان کې دننه خپلو استخباراتي او پوځي بریدونو ته دوام ورکړي.

په دغه غونډه کې چې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منير په رهبرۍ په راولپنډۍ کې شوې، ادعا شوې چې د هند تر ملاتړ لاندې وسلوالې ډلې د افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات د افغان طالبانو لخوا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي پورې تړلی دی او د دې کار مستقیم مسؤلیت د کابل پر غاړه دی.

له بلې خو افغانستان کې طالبانو په تېرو ورته مواردو کې تل د اسلام‌اباد دا ډول تورونه بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي چې پاکستان غواړي د خپلو کورنیو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د تیرې زیږدېزې میاشتې جون په (۲۹نېټه) د دغه هیواد ځواکونو پر افغانستان هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم پاکستان هغه مهال وویل چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ تنه د خپل هیواد مخالف وسلوال چې دوی تروریستان بللي وژلي  دي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په دغو بریدونو کې چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې وشول د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه د ۲۸ ملکیانو مړینه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق د هېواد پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه او وحشیانه بمباري په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.

د دغې استازولۍ لخوا په خپره شوې رسمي اعلامیه کې ټینګار شوی چې د پاکستان لخوا هېڅ ډول امنیتي پلمه او ادعا نشي کولای د افغانستان پر خاوره یو اړخیز پوځي تېری او د بې‌ګناه ملکیانو وژنه توجیه کړي.