د امریکا د دوو چارواکو په حواله راپورونه ښيي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د دوشنبې په شپه د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو لږ تر لږه دوه توغندي توغولي دي.
د «اکسیوس» د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې دوو سوداګریزو کښتیو ته د پام وړ زیانونه اوښتي، خو چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي ادارې (UKMTO) هم تایید کړې چې یوې تېل لېږدونکې کښتۍ د اومان ختیځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې د نامعلومه توغندي د لګېدو له امله اور اخیستی دی.
د وال سټریټ ژورنال د راپور پر بنسټ، په نښه شوې کښتۍ د قطر د مایع ګازو د ترانسپورت اړوند (الرقیات) نومېږي چې د انجن خونه یې په بشپړ ډول له لوګي ډکه شوې، خو کارکوونکي یې روغ رمټ دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلي دي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبې ورځ وویل چې واشنګټن به له ایران سره یا یوې هوکړې ته ورسېږي او یا به د پوځي اقدام له لارې «کار پای ته ورسوي»، خو ایران هم په سمندري راډیوګانو کې کښتیو ته ګواښ کړی چې د دوی توغندي او ډرون بریدونو ته چمتو دي.
