له تحصیله یوه محرومه شوې محصله وایي چې د طالبانو د بندیزونو او محرومیتونو له امله په شدید روحي او رواني حالت (روانپریشۍ) اخته شوې ده.
سحر آرین زیاتوي چې د پوهنتون د لومړي کال محصله وه او غوښتل یې ډاکټره شي، خو له تحصیله محرومه شوه.
په ورته وخت کې د سحر مور وایي چې له تحصیله محرومیت او د کور په څلورو دېوالونو کې ناستې د هغې لور ګوښه شوې او خپګان (افسردګۍ) ته بیولې ده.
له تحصیله پاتې شوې سحر آرین وایي: «پنځه کاله کېږي چې پوهنتونونه بند دي. زه په لومړي سمستر کې وم چې د طالبانو په راتګ سره مې ونشو کولای خپلو درسونو ته دوام ورکړم.»
سحر زیاتوي چې له پوهنتونه له محرومېدو وروسته له سختو روحي ستونزو او خپګان سره مخ شوې ده.
هغې زیاته کړې: «روحي حالت مې ښه نه دی؛ شپه شوګیرې کوم او ورځې په خوب کې تېروم.»
په همدې حال کې د سحر مور وایي چې لور یې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته په رواني ستونزو اخته شوې او نور د پخوا په څېر نه ده.
د سحر مور خدیجه وایي: «لور مې نشي کولای درس ووایي او پوهنتون ته لاړه شي. لور مې په روحي ناروغۍ اخته شوې، په کور کې له خپل پلار او مور سره په سمه توګه خبرې نشي کولای او ګوښه شوې ده. زه هیله لرم چې په افغانستان کې ټولې نجونې وکولای شي درس ووایي، تعلیم وکړي او ښه او ارام ژوند ولري.»
په داسې حال کې چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو پنځه کلونه تېرېږي، سحر او په میلیونونو نورې نجونې لا هم د هغې ورځې په تمه دي چې وکولای شي بېرته درسي ټولګیو ته ستنې شي.
له دې ټولو سره سره، طالبانو تر اوسه د دغو بندیزونو او محرومیتونو د پای ته رسولو لپاره ملي او نړیوالو غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.
