د هنګاو بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې د ایران په اصفهان کې محکمې درې افغان اتباع پر اعدام محکوم کړي دي.
د دغه سازمان په وینا، دغه کسان چې په اصفهان کې اوسېدل، د تېر کال د مرغومي (جدي) میاشتې په اعتراضونو کې د ګډون او د ایران د پولیسو د یوې پوستې د سوځولو په تور پر اعدام محکوم شوي دي.
دا خبر دقیقاً څلور ورځې وروسته له هغې خپریږي چې د ګلمحمد محمدي په نوم ۲۳ کلن افغان تبع اعدام شو؛ هغه ځوان چې د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، په اصفهان کې د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې په اعتراضونو کې د ګډون په تورنیول شوی و.
په تېرو پنځو میاشتو کې په ایران کې د هغو افغانانو شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی چې اعدام شوي یا د اعدام له حکم سره مخ دي.
د هنګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د اصفهان محکمې درې افغانان هر یو افشار شاهاحمدي، ایمان شفایي او صدرالدین احمدزاده د «پولیسو پوستې ته د اور اچولو» په تور پر اعدام محکوم کړي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، دا درې افغانان د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوي وو او ۴۰ ورځې یې د ایران د اطلاعاتو وزارت په توقیف ځای کې له کورنۍ او وکیل ته له لاسرسي پرته تېرې کړې دي.
هنګاو دغه راز زیاتوي چې ایمان شفایي له نیول کېدو وړاندې تنفسي ناروغي درلوده او د توقیف پر مهال په سخت استما (نفس تنګۍ) اخته شوی، خو تر اوسه له روغتیایي خدماتو محروم ساتل شوی دی.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په ایران کې د یوه بل افغان وګړي د اعدام تازه پېښه هم ثبت شوې ده.
د ایران د بشري حقونو د سازمانونو د معلوماتو له مخې، ۲۳ کلن ګل محمد محمدي د اسد په ۲۸مه (جولای ۱۹مه) د اصفهان په مرکزي زندان کې په پټه توګه اعدام شوی و.
د ګل محمد محمدي په اعدامېدو سره په تېرو پنځو میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر لږ تر لږه ۱۱ تنو ته ورسېد؛ هغه شمېرې چې د عادلانه محاکمې او حقوقي خدماتو ته د افغان اتباعو د نه لاسرسي په اړه د بشري حقونو د بنسټونو سختې اندېښنې راپارولې دي.
ډيری دا اعدامونه د شیراز په (عادلآباد)، تایباد، یزد او د اصفهان په دستګرد مرکزي زندانونو کې پلي شوي دي.
پر دغو کسانو ډېری لګول شوي تورونه له مخدره توکو سره تړلي وو، خو یو شمېر نور یې د قتل، موساد ته د جاسوسۍ او د حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون په تور اعدام شوي دي.
دا لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې هنګاو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې یوازې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې لږ تر لږه ۸۵ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي وو.
د بشري حقونو بنسټونو په ځلونو په ایران کې مدافع وکیل، عادلانه محاکمې او قونسلي خدماتو ته د افغان اتباعو پر محدود لاسرسي جدي اندېښنه ښودلې ده.
