باوري سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل په لوېدیځ (دشت برچي) کې شاوخوا ۲۰ تنه شیعه ګان د محرم د بیرغونو د لګولو په تور، له «دوه څخه تر پنځو ورځو» پورې په یوه «شخصي زندان» کې بندي کړي وو.
د سرچینو په وینا، دغه ټول نیول شوي کسان چې په کې د تکیهخانو مسوولین، د جوماتونو د امنا هیئت غړي او سیمه ییز اوسېدونکي شامل وو، تېره ورځ له دغه ځایه خوشي شوي دي.
راپورونه ښيي چې عبدالحکیم شرعي د کابل د لوېدیځ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د کورونو، جوماتونو او تکیهخانو پر سر د محرم د بیرغونو له ځړولو او د لاوډ سپیکرونو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
یوې سیمه ییزې سرچینې آمو ته وویل، تر دې وړاندې د شیعه ګانو د مشرانو او د محرم د کمېټې ترمنځ هوکړه شوې وه چې پر جوماتونو بیرغونه لګولای شي خو پر عمومي واټونو بندیز دی، مګر د طالبانو د عدلیې وزیر وروسته پر جوماتونو هم د بیرغونو لګول او د لاوډسپیکرونو کارول منع کړل.
د سرچینې په وینا، طالبانو د دغه امر د پلي کولو لپاره یاد ۲۰ کسان بندیان کړل او د سیمې مشرانو ته یې وویل چې تر هغې بیرغونه راټول نه شي، دا خلک نه خوشي کوي، چې په پای کې مشران مجبوره شول له خلکو د بیرغونو د ښکته کولو غوښتنه وکړي.
همداراز سرچینې زیاتوي چې سږکال طالبانو له شیعه ګانو غوښتي چې د عاشورا (د محرم لسمه) مراسم د پنجشنبې پر ځای د جمعې په ورځ ونمانځي، په داسې حال کې چې په ایران او ګڼو نورو هېوادونو کې دا مراسم نن پنجشنبه دي.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په تدریجي ډول پر محرم او عاشورا محدودیتونه زیات کړي دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د یوه وزارت د سرپرست لخوا د شخصي بندخونو او د مذهبي مراسمو د تنظیموونکو د نیولو خبرونه مخې ته راځي.
تر دې وړاندې د شیعه ګانو یو شمېر مشرانو د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د طالبانو بېلابېلو بنسټونو، په ځانګړي ډول د کابل ولایت مقام ته مراجعه کړې وه، خو تر اوسه د هغوی غوښتنو ته هیڅ مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
