د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه

د آمو موندنې ښيي چې په هرات کې د ایران ویزې په تورو بازارونو کې له ۷۰ تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.

د دغو موندنو پر بنسټ، د افغانانو لپاره د ایران د ځینو ډولونو ویزو د صادرېدو درېدل، د تورو بازارونو د پراخېدو لامل شوي.

د هېواد په لوېدیځ کې د ایران د ویزې غوښتونکي، په ځانګړې توګه کارګران، وایي چې د دومره لوړې بیې د ورکولو توان نه لري.