پاکستان د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او ایستلو لړۍ په پراخه کچه او دا ځل په لا ډېر شدت سره پیل کړې ده.
دا لړۍ په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د وتلو د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته، د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې پیل شوې ده.
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي وايي چې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې دا ځل به هغه کسان هم وباسي چې د تابعیت کارتونه لري او د ویزو د اعتبار موده یې پای ته رسېدلې ده.
په همدې حال کې، طالبانو ویلي چې یوازې په تېره یوه ورځ کې له پاکستانه تر څلور زره ډېر کسان ایستل شوي دي.
