د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

د بدخشان لپاره د طالبانو والي، د جمعه خان فاتح له سره د خپلمنځي اختلافاتو پخلی کوي، خو وایي چې اختلافات اوس حل شوې دي. محمد اسماعیل غزنوي همدارنګه تاییدوي، چې د طالبانو ناراضه قوماندان، جمعه خان فاتح، له نُسی ولسوالۍ څخه د فیض‌آباد ښار ته راغلی دی.

هغه وایي، طالبان د خپل دغه قوماندان پر ضد د پوځي اقدام اراده نه لري او اختلافونه حل شوي دي.

سرچینې وایي، جمعه خان فاتح د طالبانو د پوځ د لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، په ضمانت د خبرو اترو لپاره فیض‌آباد ته تللی و.

د راپورونو له مخې، د سرو زرو د کانونو استخراج، د عوایدو د راټولول او د دروازونو اداره، د جمعه خان فاتح او د بدخشان د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو اصلي لاملونه وو.

له دې مخکې، سرچینو راپور ورکړی و چې طالبانو د دغه قوماندان د ځپلو لپاره نسی ولسوالۍ ته ځواکونه استولي وو.