د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې «زر توغندي» پر ایران باندې نښه شوي او «زرګونه نور توغندي» به هم سمدستي ورپسې وتوغول شي.
نوموړي دا موضوع په خپله ټروث ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره، په ټوله نړۍ کې د امریکا د ولسمشر د «ترور یا د ترور د هڅې» په تړاو د ایران د «ګواښونو» په غبرګون کې لیکلې ده.
هغه ټینګار کړی، که چېرې ایران داسې کوم کار ته لاس واچوي، دا توغندي به د دغه هېواد په لور وتوغول شي.
ټرمپ ویلي: «امرونه له وړاندې صادر شوي او د امریکا پوځ د یو کلنې دورې لپاره، چې د غځولو امکان هم لري، چمتو، لېواله او قادر دی چې د ایران ټولې سیمې په بشپړ ډول ویجاړ او نابودې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځینې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې تهران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ترور» هڅه کوي؛ هغه څه چې ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول ندي تایید کړي.
