لویدیځه اسیا

سنټکام: د بریدونو په نوي لړۍ کې په ایران کې ۸۰ سیمې په نښه شوې

انځور ټولنیزو شبکو څخه

د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا «سنتکام» اعلان کړی چې په ایران کې یې د نویو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۰ سیمې په نښه کړې دي.

سنتکام ویلي چې دا بریدونه یې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د ایران د تېرې ورځې د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

د دغې قوماندانۍ په وینا، په دغو نویو بریدونو کې د ایران د هوایي دفاع سیسټمونه، د قوماندې او کنټرول شبکې، ساحلي رادارونه، د کښتیو ضد توغندیز وړتیاوې او د سپاه پاسداران اړوند له ۶۰ څخه زیاتې چټکې کښتۍ په نښه شوې دي.

سنټکام زیاتوي چې د دغو بریدونو موخه په هرمز تنګي کې پر نړیوالې سوداګرۍ د بریدونو د دوام لپاره د ایران د وړتیا کمزوري کول دي.

دایران غبرګون

ایراني رسنیو د دغو بریدونو پېښېدل تایید کړي، خو د اهدافو او مرګ‌ژوبلې په اړه یې جزیات ندي ورکړي.

ورته مهال د ایران پوځ اعلان کړی چې د چهارشنبې په سهار یې د توغندیو او ډرون الوتکو په وسیله په بحرین او کوېټ کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې او د هغوی بریدونو ته یې ځواب ورکړی دی.

ایران تېره ورځ په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي وو؛ چې پکې د مارشال ټاپوګانو په بیرغ سمبال د «الرکایات» تېل وړونکې کښتۍ، د سعودي عربستان د «ودیان» تېل وړونکې کښتۍ او د لیبریا د «سایپرس پراسپریتي» کښتۍ شاملې وې.

سنتکام د ایران دا کار یو «خصمانه او بې‌دلیله اقدام» او د دواړو خواو ترمنځ د «اوربند ښکاره او خطرناکه نقض» بللی دی.

بلخوا، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، متحده ایالات د دواړو خواو ترمنځ د «تفاهم‌نامې» پر نقض تورن کړی او ویلي یې دي چې امریکا په پنځو برخو کې دا تفاهم مات کړی دی.

هغه په هرمز تنګي کې د امریکا اقدامات، د لا زیاتو بریدونو ګواښونه، د تېلو د بندیزونو بېرته راګرځول، پر سویلې لېبنان بریدونه او د لېبنان پر وړاندې د اسرائيلو د تېري دوام د دغه تفاهم نقض یاد کړل. قالیباف زیاته کړه: «د زبرځواکۍ او باج‌اخیستنې دوره تېره شوې او دوی به تسلیم نشي.»

د اوربند هوکړه

دواړو خواو ته دغه نوی کړکېچ په داسې حال کې د دوی ترمنځ ماتېدونکی اوربند له ننګونو سره مخ کوي، چې دا د تېرې میاشتې راهیسې تر ټولو سخته نښته ګڼل کېږي.

متحده ایالاتو او ایران تېره میاشت په جینوا کې هوکړه کړې وه چې د ۶۰ ورځو لپاره به اوربند کوي او د نهایی توافق لپاره به خبرې اترې پیلوي.

دا خبرې اترې د ایران د پخواني مشر علي خامنه اې د جنازې د مراسمو له امله (چې د امریکا او اسرائيلو په ګډ برید کې وژل شوی و) درول شوې وې؛ ډونالډ ټرمپ د دغې اوونۍ په پیل کې وویل چې دا خبرې به د جنازې له مراسمو وروسته بېرته پیل شي.

خو د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې امریکا به له ایران سره یا یوې موافقې ته ورسېږي او یا به هم «کار تمام» کړي. د تفاهم راهیسې دا دویم ځل دی چې دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي او یو بل د اوربند په نقض تورنوي.

د ناټو ناسته د ایران د برید تر سیوري لاندې

پر ایران د امریکا نوي بریدونه په داسې حال کې پېښېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ترکیه کې د ناټو د تړون له مشرانو سره د لیدنې په حال کې دی.

روېټرز رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې فرانسه او برېتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې او د خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په حاشیه کې، په هرمز تنګي کې د یوه ګډ کثیرالملتي سمندري ماموریت طرحه وړاندې کړي.

په دغه غونډه کې د بحرین، کوېټ، قطر او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیران شتون لري.

د ناټو عمومي منشي مارک روټې په انقره کې د ناټو د مشرانو په ناسته کې پر ایران د امریکا بریدونه «بشپړ اړین» وبلل او خبریالانو ته یې وویل: «کله چې یو اوربند شتون لري او ایران په عملي توګه هغه نقض کوي، زما په باور د امریکا غوڅ غبرګون یو حیاتي چاره ده.»

هغه هیله څرګنده کړه چې ناټو به نن د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د ایران لخوا د هرمز تنګي د بشپړې پرانیستې پر اړتیا ټینګار وکړي.