د امریکا د جنګ وزیر پېټ هګسټ د دغه هېواد د سنا مجلس د بودیجې تخصیص کمېټې ته په وینا کې ویلي، په افغانستان او عراق کې د امریکا له ماډل او الګو سره سم د ټولنې جوړولو هڅې د زرګونو کسانو ژوند واخیست.
هغه په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې دونالد ټرمپ ویلي و چې د افغانستان او عراق په څېر جګړو ته به بیا نه ننوځي.
د دغه امریکایي چارواکي په وینا، ټرمپ داسې جګړو ته نه دی داخل شوی او له ایران سره په روانه نښته کې هم د نوې ټولنې د بڼې ورکولو په فکر کې نه دی.
هګسټ وویل: «زموږ د نسل وګړو په عراق او افغانستان کې ولیدل چې د دواړو ګوندونو حکومتونو هڅه کوله د امریکا په الګو ټولنه جوړه کړي؛ هغه هڅه چې بیه یې د زرګونو انسانانو ژوند و. په عراق او افغانستان کې لسګونو زرو ښځو او نارینهوو خپل ځانونه له لاسه ورکړل. ټرمپ ویلي وو موږ به نور داسې احمقانه جګړو ته داخل نه شو.»
ورته مهال د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ پر ټروټ ټولنیزې شبکې لیکلي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې دوه زره امريکايان وژل شوي دي.
ټرمپ د بېلابېلو جګړو د تلفاتو پر پرتله کولو سره لیکلي، له ایران سره په څلور میاشتنۍ نښته کې د ۱۸ امریکایي پوځیانو په پرتله، په افغانستان کې دوه زره سرتېري وژل شوي وو.
بلخوا د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان او عراق په جګړه کې متحده ایالاتو د کاملې بریا اراده نه درلوده او هلته د جګړې عزم یوازې تر یوه ټاکلي برید پورې موجود و.
متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه په وتلو سره د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود؛ داسې پای چې واک ته د طالبانو په بېرته ستنېدو تمام شو.
