افغانستان

د بامیانو ښوونکي: د تنخواګانو په ورکړه کې ځنډ زموږ ژوند سخت کړی دی

په بامیانو کې درېیو ښوونکو له آمو سره په خبرو کې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د دوی د تنخواګانو په وخت نه ورکول د دې لامل شوي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان ونلري.

دا په داسې حال کې ده چې ښوونکي د دولتي ادارو د کارکوونکو ترمنځ تر ټولو لږ تنخواګانې ترلاسه کوي.

دغه ښوونکي ټینګار کوي چې له دوو تر څلورو میاشتو راهیسې یې تنخواګانې نه دي ترلاسه کړې او د ژوند د لګښتونو په تأمینولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

په بامیانو کې یوه ښوونکې زهرا وایي: «زموږ تنخوا یوازې د موټر کرایې او د غرمې ډوډۍ ته رسېږي. همدارنګه شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې تنخوا مو نه ده ترلاسه کړې. خو بیا هم په سختۍ ګوزاره کېږي. یعنی که سپما هم وکړو، خو زیا‌ت‌ره وختونه داسې کېږي چې حتی د غرمې ډوډۍ هم نشو خوړلای.»

په هېواد کې د ښوونکو تنخواګانې له ۷ تر ۱۳ زرو افغانیو پورې دي او که په وخت ورنکړل شي، دوی د خوراک، درملنې او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د لګښتونو په ورکولو کې له معضلې سره مخ کېږي.

په بامیانو کې بله ښوونکې هواګل وایي: «دری-څلور میاشتې کېږي چې تنخوا مو نه ده اخیستې. دې تنخوا ته سخته اړتیا لرو، د کور کرایه لرو، د کور لګښتونه لرو. بل کوم سرپرست او کارګر هم نه لرو. پلار مې بوډا او کمزوری شوی او اولادونه مې کار نه شي کولای.»

د دغو ښوونکو له ډلې یوه بله هغه وایي چې د ښوونکو وضعیت ته نه ‌پاملرنه نه یوازې د دوی پر ژوند، بلکې د زده‌کړو پر کیفیت او د ځوان نسل پر راتلونکي هم بدې اغېزې کوي.

په بامیانو کې ښوونکې فرشته وایي: «که تنخواګانې پر وخت راکړل شي، په ښه انګېزه او ډېرې علاقې درس ورکوو.»

د بامیانو ښوونکي له مسوولینو غواړي چې د دوی پاتې تنخواګانې ژر تر ژره ورکړي او د دې وضعیت د دوام د مخنیوي لپاره یوه تلپاتې لاره پيدا کړي.