د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په سیمه کې د روانو تاوتریخوالو له امله، د چابهار، بندر عباس او جبل علي په ګډون د درېیو مهمو بندرونو له لارې افغانستان ته د توکو ټرانزیټ بشپړ درېدلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي خانجان الکوزي په وینا، د افغانستان د سوداګریزو توکو لویه برخه د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر له لارې لېږدول کېده، خو دغه بندر هم له درېیو ورځو راهیسې فلج او بند دی.
ښاغلي الکوزي آمو ته وویل: «پر بندر عباس او چابهار له بریدونو وروسته هلته بارګېري په بشپړ ډول بنده شوې او کوم توکي چې له جبل علي څخه راتلل، هغه هم نه راځي.»
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د چابهار بندر د سمندري څارنې برج په بشپړ ډول ړنګ شوی دی. دا بندر د وچې پورې ایسار افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره یوه ډېره مهمه سوداګریزه لاره ګڼل کېده.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وایي: «د ایران او امریکا ترمنځ نښتې د چابهار او بندر عباس لارې ډېرې ګرانې او بطي کوي؛ ځکه د بیمې لګښتونه او د بار وړلو کرایې د ځنډ د خطر له امله بېسارې لوړېږي.»
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، ټولې سمندري لارې چې تر ټولو ارزانې لارې وي، د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ تړل شوې دي.
د پاکستان واګه او کراچۍ بندرونه، د ایران چابهار او بندر عباس او د اماراتو جبل علي بندر د افغانستان لپاره تر ټولو مهمې سمندري لارې وې چې اوس مهال ټولې له کاره لوېدلې دي.
د سوداګرۍ خونې زیاته کړې چې په سیمه کې دغو جدي ستونزو د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې بل غړي محمد یونس مومند په دې اړه وویل: «تر ټولو لوی لامل دا دی چې د تیلو ذخیرو او تصفیه خانو تولیدي ستونزې پیدا کړې دي، له همدې امله په ټوله نړۍ او سیمه کې د تېلو بیې پورته شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نړیوال بانک راپور ورکړی و چې په می میاشت کې د افغانستان واردات د تېرې میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه زیات شوي وو او په میاشت کې ۹۰۰ ملیون ډالرو ته رسېدلي وو.
