سوداګري

کابل کې د افغان ـ ازبک سوداګریزو اړیکو ګډه غونډه تر سره شوه

انځور- د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاڼې څخه

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا، په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سپکو صنایعو په سکتور کې د ګډې پانګونې په موخه یوه لویه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

په‌دې ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي او د ازبکستان د وزیرانو شورا د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې د رییس «ناظم‌جان خالمرادوف» په مشرۍ راغلي لوړپوړي پلاوي ګډون کړی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې په افغانستان کې د پومبې (پنبه) پر معیاري کښت، د تار پر تولید او پروسس او دغه راز له ازبکستان څخه افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ تولیدي او پروسس کونکي فابریکو پر لېږدولو تفصیلي بحثونه وشول.

په‌دې فابریکو کې د پومبې، څرمنې او د کشمیرې د پروسس، د څرمنې د بوټانو د تولید او په افغانستان کې د ټوکر (تکې) د اوبدلو کارخانې شاملې دي.

همدا راز دواړو لورو د ترمذ په ګډ بازار کې د سپکو صنایعو د نړیوال تخصصي نندارتون پر جوړولو او د تار د تولید په برخه کې پر ګډې پانګونې خبرې وکړې او د کارونو د عملي کېدو لپاره یې تخنیکي ټیمونه وټاکل.

نورالدین عزیزي په‌دې غونډه کې وویل، چې کابل او تاشکند د اقتصادي او صنعتي همکاریو د لا پراختیا لپاره کلکه اراده لري او له ازبکستاني لوري یې وغوښتل چې د سپکو صنایعو په برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

دا سفر او کابل ته د ازبکستاني سوداګرو راتګ په داسې حال کې کېږي، چې له پاکستان سره د نښتو او د ټرانزیټي لارو د پرله پسې تړل کېدو له امله، افغان سوداګر د مالونو په وارداتو او صادراتو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او پام یې د منځنۍ اسیا لارو ته اړولی دی.

بلخوا، یو شمېر اقتصادي کارپوهان د دغو هڅو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې د نړیوالو بندیزونو دوام، د نورمال بانکي نظام نشتوالی او په هېواد کې د فقر او بېکارۍ لوړه کچه لا هم د لویو پانګونو پر وړاندې اساسي ننګونې دي او د منځنۍ اسیا لارې د ایران او پاکستان د ترانزیټي لارو بشپړ بدیل نشي کېدای.