سوداګري

افغانستان او ازبکستان د ۱۱۲ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

انځور- د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د تړونونو لاسلیک

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور غړو د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ لس هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد تړونونه د «سوداګریز تواصل» او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګرو ترمنځ د ګډو ناستو په څنډه کې لاسلیک شوي دي.

دغه هوکړه لیکونه داسې مهال لاسلیک کېږي چې تېره ورځ د ازبکستان د قره‌قلپاقستان سیمې یو شمېر چارواکو بلخ ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د خپل هېواد د تولیداتو یو نندارتون هم پرانیست.

په دې وروستیو کې له پاکستان سره نښتې او د منځني ختیځ روانه جګړه د دې لامل شوې چې افغانستان په صادراتو او وارداتو کې له جدي ننګونو سره مخ شي؛ همدا لامل دی چې اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پر سوداګریزو لارو تمرکز زیات شوی دی.

بلخوا، یو شمېر اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې افغانستان د خوراکي توکو په ګډون د ډېرو اړتیاوو لپاره په وارداتو متکي دی، نو ځکه د منځنۍ اسیا لارې د پاکستان او ایران د ټرانزیټي لارو بشپړ بدیل نه شي کېدای او نه شي کولای د هېواد د بازار ټولې اړتیاوې پوره کړي.