د امریکا او پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې د بلجیم او اسپانیا پر وړاندې له ماتې وروسته، د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام له سیالیو څخه حذف شوې.
امریکا د بلجیم پر وړاندې د یو په مقابل کې په څلورو ګولونو سخته ماتې وخوړه او پرتګال هم د صفر په مقابل کې په یو ګول د اسپانیا مغلوب شو.
دا لوبې تېره ورځ د امریکا په ډالاس ښار کې ترسره شوې. د امریکا د ملي لوبډلې په حذف کېدو سره، د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د دریو کوربنو هېوادونو څخه یو یې له لوبو بهر شو.
اسپانیا او بلجیم د دغو بریاوو په ترلاسه کولو سره د فوټبال د نړیوال جام ربع پایلوبې (څلورمې برخې) ته لاره وموندله.
د امریکا دغه سخته ماتې په داسې حال کې ثبت شوه چې د لوبې په درشل کې د دغې لوبډلې د لوبغاړي، فولارین بالوګان د محرومیت لغوه کېدو او د دوشنبې تر لوبې وړاندې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له رییس سره اړیکې، په نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه او بحثونه پارولي وو.
د امریکا او بلجیم په لوبه کې، شارل ډیکټلار په ۹مه او ۳۳مه دقیقو، هانس فاناکن په ۵۷مه دقیقه او روملو لوکاکو په اضافي وخت (۹۳مه دقیقه) کې د بلجیم لپاره ګولونه ووهل. د امریکا یوازینی ګول هم مالک ټیلمان په ۳۱مه دقیقه کې وواهه.
