د فوټبال د سږني نړۍوال جام پایلوبه (فاینل) د دغو سیالیو له خورا په زړه پورې او جذابو لوبو څخه وه. د هېواد یو شمیر اوسېدونکي وایي چې د نړۍوال جام ټولې لوبې یې تعقیب کړې دي.
د بلخ اوسېدونکی ادریس وایي: «ما د نړۍوال جام ټولې لوبې وکتلې، په ځانګړي ډول د هسپانیې او ارجنټاین ترمنځ د پایلوبې لوبه چې خورا زړه پورې او له هیجان ډکه وه.»
د کابل اوسېدونکي میلاد زیاته کړه: «ما نړۍوال جام وکتلو، ډېرې په زړه پورې لوبې وې، په ځانګړي ډول په نوي پړاو کې چې فیفا د نړۍوال جام د لوبډلو شمېر ۴۸ ته لوړ کړی و، دې کار د نړۍوال جام هیجان خورا زیات کړی و.»
ورته مهال، په کابل کې د فوټبال یو شمېر نور مینووال وایي چې د هسپانیې پر اتلولۍ خورا خوښ دي او د دغې سیالۍ په بهیر کې د دغې لوبډلې لوبه ستايي.
د کابل اوسېدونکي احمد وویل: «ما لوبه وکتله، د هسپانیې پلوی یم. ډېره په زړه پورې او لیدو وړ لوبه وه او د هغوی پر بریا خورا خوښ شوم. زه د هسپانیې مینووال یم.»
خو د کابل بل اوسېدونکی بېل نظر لري؛ هغه وایي د دې تمه یې درلوده چې نورې لوبډلې د نړۍوال جام اتلولۍ ته ورسېږي.
د کابل اوسېدونکي احمد ضمیر وویل: «زه د پرتګال د لوبډلې مینووال وم چې بدبختانه بهر شوه. د هسپانیې لوبډله یوه پیاوړې لوبډله ده؛ داسې ډله ده چې څو ځله یې د نړۍوال جام اتلولي ګټلې او اوس هم له پام وړ ځنډ وروسته یې بیا جام هسپانیې ته یووړ.»
د کابل اوسېدونکي بلال زیاته کړه: «که ریښتیا ووایم ډېر غمګین احساس لرم، بیا هم ډېره په زړه پورې او لیدو وړ لوبه وه. خو زه ځکه خپه شوم چې د ارجنټاین د لوبډلې پلوی وم.»
د نړۍوال جام د پایلوبې د لیدونکو اټکلي شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې کابو یو اعشاریه ۸ میلیارده کسانو دا لوبه کتلې ده.
