له هرات څخه سرچینې آمو نیوز ته وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو په تېرو دوو ورځو کې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه پنځه ښځې نیولي او تر اوسه په زندان کې دي. د دغو سرچینو په وینا، دا ښځې د حجاب له درلودلو سره سره نیول شوې دي.
په دې وروستیو ورځو کې د هرات اوسېدونکو د طالبانو له خوا د ښځو د تلاشۍ او ګزمو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
ورته مهال د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د دغه وزارت د قانون پر پلي کېدو ټینګار کوي؛ خو یو دیني عالم بیا پر دغه قانون نیوکه کوي.
یوې مېرمنې آمو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې د سترپړوني د نه درلودلو له امله د دوو ښځو د نیول کېدو شاهده وه.
د هرات یوې بلې مېرمنې لیکلي چې طالبان د ازادېدو لپاره د هرې نیول شوې مېرمنې له کورنۍ ۱۳ زره افغانۍ غواړي او له ولی څخه یې ضمانت اخلي چې نور به بې له د دوی په خوښه له حجاب پرته بهر نه وځي.
د هرات یوه بله اوسېدونکې وایي: «د هرات له بېلابېلو برخو نامعلومه شمیر نجونې نیول کېږي او زنداني کېږي، هیڅوک نه پوهېږي چې څو ورځې یې ساتي او پر کوم اساس یې بېرته خوشې کوي، خپله دا بازداشت خورا وېره اچونکی دی.»
د همدې ولایت یو بل اوسېدونکی زیاتوي: «یو تازه کوژدنه شوې نجلۍ یې بوتلله، کله چې خوشې شوه کورنۍ پرې نیوکې وکړې او رواني شوه، ځان ته یې اور واچاوو او اوس په روغتون کې ده.»
د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وایي: «د طالبانو دا خپلسري نیونې او محدودیتونه د ښځو د سیستماتیک حذف برخه ده. افغان ښځې یوازې یو نورمال ژوند غواړي چې بې له وېرې په ټولنه کې شتون ولري.»
بلخوا یو دیني عالم وایي چې د امر بالمعروف د قانون ځینې مادې له شریعت، د وګړو له اساسي حقوقو او فردي ازادیو سره په ټکر کې دي.
تېره میاشت یوناما هم تایید کړې وه چې په هرات کې نږدې ۳۰ ښځې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو په تور نیول شوې وې.
دا نیونې د امر بالمعروف د نوي قانون له توشیح وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر حضور د نظارت د زیاتېدو په ترڅ کې کېږي.
