افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې د ۱۹۴ هېوادونو ترمنځ د دویم کال لپاره په پرلهپسې توګه په تر ټولو وروستي (۱۹۴) مقام کې ځای نیولی دی.
دا شاخص په هالنډ کې د «کېډز رایټس» بنسټ لخوا د اراسموس روتردام پوهنتون په همکارۍ چمتو شوی، چې د هېوادونو وضعیت په پنځو برخو: ژوند، روغتیا، زدهکړې، خوندیتوب او د ماشومانو د حقونو ملاتړي چاپیریال کې ارزوي.
افغانستان په دغه راپور کې د تر ټولو ټیټ امتیاز (۰.۲۱۴) په ترلاسه کولو وروستی شوی او تر هغه مخکې چاد په ۱۹۳ او ګینې په ۱۹۲ مقامونو کې دي؛ په داسې حال کې چې لوګزامبورګ، ایسلنډ او موناکو غوره ځایونه لري.
د ماشومانو د حقونو دا شاخص د یونیسف، نړیوال روغتیايي سازمان او ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د ۲۲ معیارونو پر بنسټ چمتو شوی چې د نړۍ په کچه د ماشومانو د وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښيي.
په راپور کې راغلي چې د نړۍ د ماشومانو ۲۰ سلنه برخه د جګړې د سیمو په ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي او د تلفاتو زیاتوالی، بېځایه کېدل، د خوړو نشتوالی او له زدهکړو محرومیت تر ټولو لوی ګواښونه دي.
که څه هم د راپور په تحلیلي برخه کې د افغانستان په اړه جلا بحث ندی شوی، خو لیکوالانو ویلي چې جګړې او بشري بحرانونه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ثبات سخت ځپلی دی.
دا راپور پهداسې حال کې خپرېږي چې طالبانو پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي، چې پکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو محرومول شامل دي.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې دا ډول سخت محدودیتونه به د افغان ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو پر راتلونکي خورا ناوړه او اوږدمهاله اغېزې ولري.
د «کېډز رایټس» بنسټ په پای کې د ماشومانو د حقونو په برخه کې د نړۍ د هېوادونو هڅې «ناهیلې کوونکې» بللي او د جګړې، فقر او ټولنیزو بحرانونو پر وړاندې یې د ماشومانو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
