بشري حقوق

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر: دمجرمو افغانانانو لېږل له اروپاڅخه افغانستان ته د منلو نه دي

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر تورک په اروپا کې پر مېشتو هېوادونو غږ کړی چې هغه افغان کډوال چې په جرمونو تورن یا محکوم دي، باید په خپله اروپا کې محاکمه او مجازات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته دې نه لېږل کېږي.

ولکر تورک د یورونیوز خبري اژانس سره په مرکه کې په خپلو څرګندونو کې وویل: «که دغو کډوالو جرمونه کړي وي، نو د حل لاره یې دا ده چې په اروپا کې عدالت ته راکش او محاکمه شي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو اوسني سخت او نازک وضعیت ته په کتو، دوی په هېڅ ډول د افغانانو د اجباري اخراج ملاتړ نه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشر په وینا، د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ هېواد حق نلري چې کډوال داسې یو وضعیت ته بېرته ستانه کړي چې هلته د نیول کېدو، بندي کېدو یا تر سختې شکنجې لاندې راتلو جدي خطرونه شتون ولري.

دا تند غبرګون وروسته له هغې مخې ته راځي چې د اروپایي کمېسیون او د ۱۵ اروپایي هېوادونو استازو په بروکسل کې د طالبانو له یو پلاوي سره په پټه د هغو افغانانو د اخراج پر سر خبرې کړې دي، چې په اروپا کې په سختو جرمونو محکوم شوي یا د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.