یو شمېر نوي ځوانان او په کابل کې مېشت ځوان کول وایي چې د روحي او جسمي روغتیا د ساتلو او د ژوند د بېلابېلو فشارونو څخه د خلاصون په موخه یې ورزش ته مخه کړې ده.
د دوی په وینا، ورزش نه یوازې د انسان د بدن روغتیا تضمینوي، بلکې په ځان باور زیاتوي او د ژوند د دوام لپاره نوې انګېزه بښي.
کابل کې د فوټبال په یوه کلب کې هره ورځ لسګونه ماشومان او نوي ځوانان په تمرینونو بوخت دي. په دغو لوبغاړو کې ځینې د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره ورزش کوي، خو د ډېری نورو په زړونو کې بیا د ملي لوبډلې او د نړۍ په کچه د لویو فوټبال کلبونو د غړیتوب خوبونه او هیلې راټوکېدلې دي.
علي چې یو له دغو ځوانو ورزشکارانو څخه دی وایي: « ورزش زموږ د زړه، سږو او د ټول بدن روغتیا ساتي او نه پرېږدي چې موږ ژر زاړه شو.»
بلخوا محمد عثمان بیا غواړي ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي او وایي: «په افغانستان کې د فوټبال میدانونه کم دي، خو ما غوښتل د فوټسال تمرین وکړم ترڅو وکولی شم په ملي لوبډله کې ګډون وکړم.»
ورته مهال وهاب محمدي هم د خپلې راتلونکې لپاره سترې هیلې لري او وایي: «زما لوی هدف دادی چې د لیونل مسي کچې ته ځان ورسوم او د بارسلونا په کلب کې لوبه وکړم.»
د دغه کلب روزونکی بشیر محمدي وایي چې دا مهال په دغه مرکز کې په بېلابېلو عمرونو کې نږدې ۱۲۰ تنه په تمرینونو بوخت دي.
د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې ورزش سره د خلکو مینه زیاته شوې ده.
هغه زیاتوي: «اوس د پخوا په پرتله د مینه والو کچه لوړه شوې ده. د بېکارۍ او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله خلک له ګڼو رواني ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې ورزش ته مخه کوي.»
د کابل په یوه بل ورزشي کلب کې بیا ځوانان او د پاخه عمره کسان د وزن پورته کولو په تمرینونو بوخت دي. ۵۰ کلن عبدالله چې یو ځل یې د زړه حمله (سکته) هم تېره کړې، وایي چې ورزش باید د انسان د ژوند د دایمي برخې په توګه پاتې شي: «ورزش هغه څه دي چې تل باید له انسان سره وي. ترڅو چې د انسان په وجود کې توان وي، باید له ورزش څخه لاس وانخلي.»
د ښکلا د دغې برخې روزونکی ممتاز وایي چې ورزش نه یوازې دا چې خلک له مخدره توکو څخه ژغوري، بلکې له اعتیاد څخه د رغېدو په لاره کې هم خورا مهم رول لري.
هغه وایي: «که څوک په نشو روږدی وي او بله لاره نلري، باید ورزش ته مخه کړي او دا ونه وایي چې زه یې نشم کولی. ورزش د انسان پر ځان باور او د وجود مقاومت لوړوي؛ کله چې د انسان روح او جسم پیاوړی شي، نو بد عادتونه خپله له منځه ځي.»
افغان ورزشکاران او روزونکي په دې باور دي چې ورزش یوازې د جسمي روغتیا د ساتلو وسیله نه ده، بلکې کولی شي د ځوانانو په منځ کې هیلې، انګېزه او یو سالم د ژوند سټایل پیاوړی کړي.
