د سوېلي اسیا د بدن ښکلا په شپاړسم پړاو سیالیو کې افغان ورزشکارانو د دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال په ګټلو سره د هېواد په کچه لویه بریا خپله کړه.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادو سیالیو په لړ کې «نصیب الله عظیمي» په سپورټ فزیک او «میوند بابکرخېل» په ازاد وزن کې د سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډالونه په غاړه کړل.
د المپیک د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د هېواد نورو پیاوړو لوبغاړو لکه «خواجه رفیع» په اتلیتیک فزیک، «احمد حبیبي» په ۷۵ کیلو ګرامه وزن او«ریاض الرحمن احسان» په ازاد وزن کې د سپینو زرو مډالونه په خپل نوم کړل.
د دې ترڅنګ «بلال جلیلي» وتوانېد چې د برونزو مډال ترلاسه کړي او د هېواد د مډالونو شمیر شپږو ته ورسوي.
د معلوماتو له مخې د سوېلي اسیا د د بدن ښکلا شپاړسم پړاو کې چې د اتو هېوادونو غوره او پیاوړو لوبغاړو په کې برخه اخیستې د افغانستان په استازولۍ یوې ۱۸ کسیزې ډلې ګډون کړی دی.
دا سیالۍ د روان کال د چنګاښ په نهمه نېټه په رسمي ډول پیل شوې دي او د روانې چنګاښ میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.
