د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د ځمکې لاندې اوبو بېسارې ټیټېدو او د کاریزونو او چینو وچېدو له امله د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د دوی په وینا، ډېری کورنۍ مجبورې دي ساعتونه په قطار کې ودرېږي څو د تندې خړوبولو لپاره یوازې لږ مقدار اوبه ترلاسه کړي.
د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د «دهنو» کلي اوسېدونکي وایي چې د اوبو کچې راټیټېدو د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
عبدالحلیم چې د بالابلوک اوسېدونکی دی وايي: «اوبه شته، خو دومره نه دي چې زموږ ټولې اړتیاوې پوره کړي. زموږ په سیمه کې یوازې د اوبو یوه نلکه شته، خو په لسګونو کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو ته په تمه ولاړې وي. سولرونه هم کم دي او موږ نه شو کولای په کافي اندازه اوبه ترلاسه کړو.»
ورته مهال د بالابلوک ولسوالۍ دوه نور اوسېدونکي وایي، د ځمکې لاندې اوبو د بېسارې کمېدو ترڅنګ، هغه کاریزونه او چینې چې په تېر کې د دې ولسوالۍ د اوبو مهمې سرچینې وې، اوس په بشپړ ډول وچې شوې دي.
غلام فاروق د بالابلوک بلاوسېدونکی وايي: «موږ اوبه نه لرو، چینې وچې شوې، سیندونه وچ شوي او کاریزونه له منځه تللي دي. زموږ په سیمه کې وچکالي خورا سخته شوې او د اوبو هیڅ سرچینه نه ده پاتې.»
د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکيعبدالعظیم وايي:«موږ اوبه څاڅکي څاڅکي ترلاسه کوو. په سیمه کې د اوبو یوازې یوه وړه ذخیره شته چې هره ورځ ترې یوازې څو محدوده بوشکې اوبه اېستل کېږي. زموږ ستونزې خورا ډېرې دي.»
بالابلوک د فراه ولایت یوه مهمه کرنیزه ولسوالي ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې د اوږدې وچکالۍ، د اورښتونو د کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د کچې پرلهپسې ټیټېدو له امله د اوبو له جدي بحران سره مخ شوې ده.
د کاریزونو او چینو وچېدو د زراعت او مالدارۍ ترڅنګ د ززرګونو کورنیو درملنه له ننګونو سره مخ کړې او خلک د اوبو مدیریت د سمدستي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
