د بښنې نړۍوال سازمان (امنسټي انټرنېشنل) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې پر «امید مرکز» د پاکستان هوايي برید باید د یوه «احتمالي جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي.
دغه بسنټ وایي چې دې برید له روغتیایي مرکزونو څخه ځانګړې ملاتړې برخه نقض کړې ده.
بښنې نړیوال سازمان زیاتوي، د پاکستان د هغې ادعا د بشپړولو او تایید لپاره یې هیڅ سند نه دی موندلی چې ګويا له دغه مرکزه نظامي ګټه اخیستل کېده.
له دغه بریده نږدې پنځه میاشتې تېرېږي او پاکستان تر اوسه د بښنې نړۍوال سازمان دغې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: «په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان مرګوني هوايي بریدونه باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه برید د روغتیایي مرکزونو ځانګړی ملاتړ تر پښو لاندې کړی دی. د پاکستان د دې ادعا هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی چې ګويا دا ځای نظامي هدف و. د تحقیقاتو او ځواب ویلو نشتوالی په روانه نښته کې له مجازاتو د معافیت خطر زیاتوي.»
خو ولې تر اوسه دا مرګونې پېښه نه ده څېړل شوې او پایلې یې نه دي روښانه شوې؟
د پوهنتون استاد فاروق علیم په دې اړه وایي: «دوی (طالبان) وېره لري چې که نړۍوال نهادونه په افغانستان کې د شویو جنګي جرمونو قضیې وڅېړي، نو دا به پراخه شي او هغه قضیې به هم په کې راکښل شي چې خپله طالبانو ترسره کړې دي.»
د بښنې نړۍوال سازمان اعلان کړی چې پر درملنیز مرکز برید په نړۍوالو بشردوستانه قوانینو کې د روغتیایي مرکزونو د ځانګړي ملاتړ صریح سرغړونه ده.
دغه سازمان د دې پېښې په اړه د خپلواکو، روښانو او حساب ورکوونکو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
پر کابل د برید ترڅنګ، یوناما په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ په څو نورو بریدونو کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو مرګژوبله تایید کړې ده.
د کابل یوه اوسېدونکې ناهید وایي: «د افغانستان د خلکو وژل دومره عادي شوي چې هر څوک راځي، وژني یې او ځي. افغانستان بېصاحبه شوی، څو میاشتې تېرې شوې او دوه سوه کسان ووژل شول، دا خو نړۍ ډلهایزه وژنه ده ، طالبان او خلک ټول چوپ دي؛ یعنی زموږ وینه دومره بېارښته ده؟»
طالبانو او پاکستان تر اوسه د بښنې نړۍوال سازمان دغه راپور ته رسمي رد یا منل نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د افغانستان پر خاوره له خپلو بریدونو وروسته ملکي تلفات رد کړي او ادعا یې کړې چې د «ترهګرو» مرکزونه او ژغورنځایونه یې ویشتلي دي.
