داسې مهال چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله سیمه ییزې ډیپلوماټیکې نښتې زیاتې شوي دي، د هند حکومت په کابل کې له واکمنې ادارې سره د احتمالي پوځي او دفاعي همکاریو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپله اونیزه خبري ناسته کې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان لوري د پاکستان له بریدونو وروسته له هند څخه د پوځي یا دفاعي مرستو غوښتنه کړې او که نه؟ په مستقیم ډول دا موضوع تایید یا رد نکړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې د نوي ډیلي د تعاملاتو تمرکز لا هم یوازې پر بشري مرستو او پرمختیایي همکاریو دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندېش جیسوال په دغه ناسته کې وویل: «موږ د پاکستان له خاورې پر افغانستان شوي هوايي بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مړینې لامل شول، په کلکه غندو.»
جیسوال زیاته کړه: « موږ د دغو غمجنو تلفاتو له امله د ډاډګېرنې څرګندولو ترڅنګ، یو ځل بیا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه خپل قاطع ملاتړ تکراروو.»
هند یوازینی هېواد دی چې د پاکستان دا بریدونه یې په رسمي توګه غندلي دي، په داسې حال کې چې نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو یوازې پرې نیوکې کړې دي او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
پاکستاني پوځیانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو په وروستۍ لړۍ کې، د تېرې اونۍ د یکشنبې په شپه د جون ۲۸مه نېټه د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیا ولایت د سمکنیو، د پکتیکا د ګیان او د کنړ د مانوګي ولسوالیو ځینې سیمې بمبار کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) تایید کړې چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې د هېواد په ختیځ کې د پاکستاني پوځیانو د هوايي بریدونو ننګه کړې وه او د دغو بریدونو په اړه یې د هند د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ بیانیه «بېبنسټه او د خندا وړ» بللې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغې اعلامیه کې یاد بریدونه په افغانستان کې د «تروریستي زیربناوو» په وړاندې د پاکستان «مشروع، هدفمند او مناسب ګامونه» بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هند د دې ټولو ډیپلوماټیکو نښتو په جریان کې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ په نظامي جنجال کې له مستقیم ښکېلتیا ځان ساتي او وايي چې دوی به له افغانستان سره د خوراکي توکو، درملو او پرمختیایي پروژو له لارې خپل تعامل جاري وساتي.
