افغانستان

بدخشان کې د طالبانو د والي ویاند: د نن په چاودنه کې ۱۲ تنه مړه او ۳۳ ټپیان شول

په بدخشان کې د طالبانو د والي ویاند معزالدین احمدي آمو ته تایید کړه چې د نن په چاودنه کې کابو ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

هغه د کابل له ۴۰۰ بستریز روغتون څخه له آمو سره په اړیکه کې د طالبانو د اقتصاد وزیر وژل کېدل رد کړل خو د نوموړي د ټپي کېدو په اړه یې څه  ونه ویل.

دوه ورځې وروسته له هغې چې د بدخشان لپاره د طالبانو مرستیال په موټر بم چاودنه کې ووژل شو، د پنجشنبې په ورځ د فیض آباد ښار په لومړۍ برخه کې په مسجد نبوي کې چې طالب چارواکي هم په کې وو، يوې بلې چاودنې د هغه د فاتحې مراسم په نښه کړل.

صفي الله صمیم چې اووه میاشتې وړاندې د بغلان لپاره د طالبانو امنیه قوماندان و، په دې پېښه کې یو له وژل شویو کسانو څخه دی. هغه د طالبانو یو مهم قومندان او د کندهاري طالبانو له نږدې کسانو څخه يادیږي.
پرون د طالبانو د پوځ لوی درستیز په بدخشان کې د طالبانو د مرستیال والي د جنازې په مراسمو کې داعش ډلې ته چې د دغه برید مسوولیت یې پر غاړه اخیستی وو خبرداری ورکړ خو پوښتنه دا ده، چې ایا طالبان په رښتیا هم د داعش د له منځه وړلو وړتیا لري؟

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي: «په ډېره لنډه موده کې به دغه بدمرغه ښکارنده چې دلته د خوارجو په نوم پيدا شوې له منځه لاړه شي او دا هغه کسان دي چې خپل مخونه نه شي ښکاره کولی، چې دوى له کومې ډلې، قوم، مذهب او دين سره تړاو لري؟»

اخوا، د ملي امنیت شورا د ګواښونو ارزونې د دفتر پخوانی رییس ارین شریفي وايي: «دوی د یاغیانو له جګړې او د یاغیانو د جګړو له تاکتیکونو او ترهګرۍ سره ښه بلد دي، خو دوی د ياغيانو پر ضد د جګړو او د ترهګرۍ ضد تاکتیکونو سره بلد نه دي.»

تر اوسه د داعش خراسان څانګې په رسمي ډول د ننني برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو دغې ډلې له دې وړاندې نه یوازې په بدخشان بلکې د افغانستان په نورو برخو کې هم د طالبانو پر وړاندې د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي پخوانی مرستيال مایکل سمپل وايي: «طالبان داعش یو ګواښ ګڼي او طالب مشران د خپل ځان په فکر کې دي. ځکه یو وخت دوی له امریکايي بې پیلوټه الوتکو وېره لرله، اوس دوی هماغه ویره لري چې سبا یا بل سهار به د داعش له خوا یو ځانمرګی د دوی دفتر ته ننوځي ځان ته به چاودنه ورکوي او له منځه به ځي.»

دا لومړی ځل نه دی چې په بدخشان کې طالب چارواکي د داعش خراسان څانګې له بریدونو سره مخ کېږي. تر دې وړاندې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان او په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو رييس هم په ورته پېښو کې ووژل شول چې وروسته بیا د داعش خراسان څانګې د دغو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.

له چاودنې وروسته د طالبانو د خپل منځي نښتو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي.

اخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي: «په هغه چاودنه کې چې د نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې وشول، ۱۱ تنه پکې مړه او څه د پاسه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ددې چاودنې په غبرګون کې په یوه ټویت کې لیکلي چې د بدخشان په نبوي جومات کې چاودنه په سختو ټکو غندم.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکیني رییس عبدالله عبدالله هم په بدخشان کې د چاودنې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

عبدالله عبدالله په یوه ټویټ کې لیکلي پر جوماتونو او مذهبي ځایونو بریدونه  د اسلامي احکامو او انساني اصولو خلاف عمل دی او هېڅ توجیه نه لري.

دوې ورځې مخکې د بدخشان په مرکز کې د چاودنې له امله د دې ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د سه شنبې ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.