د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم غږۍ دفتر (اوچا) وایي، د تېرې میاشتې په پرتله په جون میاشت کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه ۵۰ سلنه زیات شوي، چې له امله یې په دې موده کې ۲۱ بشري فعالیتونه په موقتي توګه درېدلي دي.
اوچا په یوه راپور کې ویلي چې د دغه سازمان همکارو بنسټونو په جون میاشت کې د لاسرسي ۶۰ قضیې (محدودیتونه) ثبت کړې دي چې د تېرې میاشتې په پرتله زیاتوالی ښيي.
د دغه بنسټ په وینا، دغو محدودیتونو ۲۱ بشري فعالیتونه په موقتي توګه درولي او زیانمنو ټولنو ته یې د مرستو رسولو بهیر ځنډولی یا مختل کړی دی. د راپور پر بنسټ، تر ټول ډېرې پېښې د هېواد په لوېدیځ او ورپسې په سویل کې ثبت شوې دي.
د راپور پر بنسټ، د بشردوستانه پروګرامونو په پلي کولو کې مداخله لا هم د مرستندویه نهادونو د فعالیت تر ټولو مهم خنډ و.
د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو، تاسیساتو او شتمنیو پر وړاندې تاوتریخوالی او همدارنګه د کارکوونکو، توکو او بشري نهادونو پر تګراتګ محدودیت، نورې مهمې ننګونې بلل شوې دي.
اوچا ویلي چې له ۴۳ مداخلو څخه، ۲۲ قضیې د بشردوستانه پروګرامونو په پلي کولو کې مداخلې، ۱۳ قضیې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون محدودیتونو، ۴ قضیې بشري مرستو ته د ښځو د لاسرسي مخنیوي، ۳ قضیې د کارکوونکو په ګمارنه کې مداخلې او ۱ قضیه د طالبانو د حجاب او پوښښ مقرراتو پلي کولو پورې اړوند وه.
دا راپور زیاتوي چې مرستندویه بنسټونو د ځیرکو ټلېفونونو (سمارټ فونونو) پر کارولو د محدودیت راپور هم ورکړی دی؛ هغه اقدام چې د اوچا په وینا، د څارنې، راپور ورکولو، اړیکو او په ټوله کې د خدماتو وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د بشري نهادونو عملیاتي توان یې کم کړی دی.
اوچا وړاندې ویلي چې په جون میاشت کې د بشري کارکوونکو، تاسیساتو او شتمنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱ قضیې ثبت شوې چې د مرستندویه کارکوونکو ۱۰ د نیولو او یوه د ګواښ قضیه په کې شامل ده. د دغو پېښو په پایله کې ۱۴ مرستندویان نیول شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، اوچا د دغو پېښو ۹ قضیې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پورې اړوند بللې دي.
د دغه بنسټ په وینا، یو شمېر مرستندویه کارکوونکي د اسلامقلعه په پذیرش مرکز کې د ږیرې او پوښښ مربوطه مقرراتو د نه مراعاتولو له امله نیول شوي دي.
اوچا زیاته کړې چې په هرات ولایت کې د دغه وزارت لخوا لګول شویو محدودیتونو د ښځو تګراتګ نور هم محدود کړی او پر بشري فعالیتونو یې اغېز کړی دی.
اوچا همدارنګه د مرستندویه بنسټونو پر تګراتګ د ۶ محدودیتونو د ثبتولو خبر ورکړی چې ۴ قضیې په پوستو (تلاشیو) کې او ۲ قضیې د ښځینه کارکوونکو پر تګراتګ د محدودیت اړوند وې.
د دغه نهاد په وینا، په دې قضیو کې کارکوونکي او مرستندویه کاروانونه درول شوي، پوښتنې ګروېږنې ترې شوې او اسناد یې ارزول شوي چې د مرستو رسولو په عملیاتو کې د ځنډ لامل شوي دي.
دغه راپور په ټولیزه توګه له جنسیت سره اړوند ۳۰ محدودیتونه ثبت کړي دي؛ له دې ډلې پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه، د مرستندویانو نیول، مرستو ته د ښځو د لاسرسي مخنیوی، د ښځو په ګمارنه کې محدودیت او په پوستو کې رامنځته شوې ستونزې.
اوچا همدارنګه ویلي چې مرستندویه نهادونو د ښځو په ګمارنه کې د زیاتو محدودیتونو، په روزنیزو پروګرامونو کې د ښځو د شتون مخنیوي او بشري خدماتو ته د هغوی د لاسرسي کمېدو راپورونه ورکړي دي.
د راپور د ولایتي تفکیک له مخې، هرات د بشري لاسرسي پر وړاندې د ۱۸ محدودیتونو په ثبتولو سره تر ټولو زیات شمیر درلود.
له هغه وروسته کندهار د ۱۳ او کابل د ۹ قضیو په درلودلو سره په دویم ځای کې قرار لري. هرات همدارنګه د ۱۱ قضیو په درلودلو سره له ښځو سره د اړوندو محدودیتونو تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی دی.
اوچا وایي دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې بشري نهادونه هممهاله د مالي سرچینو له کمښت او د عملیاتي محدودیتونو له زیاتوالي سره مخ دي.
د دغه بنسټ په وینا، د ۲۰۲۵ کال د بشري ځواب ویلو پروګرام موخه درلوده چې هره میاشت ۱ میلیون او ۷۲۰ زره کسانو ته مرستې ورسوي، خو د دغه راپور په زماني موده کې یوازې شاوخوا ۱۲۷ زره کسانو مرستې ترلاسه کړې دي؛ هغه موضوع چې د اوچا په وینا، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو او د مرستو رسولو د کچې ترمنځ د فاصلې زیاتوالی ښيي.
طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
