افغانستان

د اوبو کمښت او سرې ګرانښت د هرات د باغدارانو حاصلات کم کړي دي

د اوبو د سرچینو کمښت، موسمي بادونو او د کیمیاوي سرې د بیو بې‌سارې لوړوالي په هرات ولایت کې د یو شمېر باغدارانو حاصلات کم کړي او د تېرو کلونو په پرتله یې د هغوی عاید په بې‌سارې توګه ټيټ کړی دی.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ بڼوال وایي، سږ کال د اوبو د کمښت او موسمي بادونو له امله د دوی د باغونو لویه برخه زیانمنه شوې او هممهاله د تولیدي لګښتونو لوړېدو د باغدارۍ دوام ورته ستونزمن کړی دی.

په ګذره ولسوالۍ کې د انګورو د یوه باغ مالک جمعه‌ګل وایي: «تېر کال مو له دغه باغه سل زره افغانۍ عاید درلود، خو سږ کال ښایي ۱۵ زره افغانۍ هم ترلاسه نه کړو. د کیمیاوي سرې قیمت خورا پورته شوی، یوه بوجۍ سره مو په ۵۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو زموږ څلور کيلو انګور په ۶۰ افغانۍ اخلي. هم حاصل کم دی او هم مناسب بازار نشته.»

باغداران وایي چې د یوې بوجۍ کیمیاوي سرې بیه په تېرو پنځو کلونو کې له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۵۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او ډېری نور د خپلو باغونو لپاره د اړتیا وړ سرې د اخیستلو توان نه لري.

د ګذرې ولسوالۍ بل بڼوال عبدالصمد وایي: «د سرې یوه بوجۍ چې اوس د ۳۵۰۰ او ۵۰۰۰ افغانیو ترمنځ پلورل کېږي، د دوو بسوو ځمکې لپاره هم بسنه نه کوي. قیمتونه خورا لوړ شوي او هره ورځ بدلیږي. وایي سره کمه ده، خو په ډیپوګانو کې یې تر کلونو پورې سره ذخیره کړې ده.»

باغداران وایي د حاصلاتو کمښت، د تولیدي لګښتونو زیاتوالي او د مناسب بازار نشتوالي د دوی عاید په شدت کم کړی دی.

دوی له چارواکو او کرنیزو بنسټونو غواړي چې د مناسبو بیو سرې په چمتو کولو، د خړوبولو سیستمونو په پراخولو او د محصولاتو لپاره د ښو بازارونو په موندلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

هرات د هېواد یو له مهمو تولیدونکو ولایتونو څخه دی او زرګونه کورنۍ د باغدارۍ له لارې خپله نفقه برابروي.

خو په وروستیو کلونو کې وچکالۍ، د اوبو کمښت، موسمي بادونو او د کیمیاوي سرې د بیو لوړوالي د دغه ولایت باغداران له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.