امنیت

په هرات کې تر یوې میاشتې کمه موده کې د درېیو جهادي او اغېزمنو څېرو ترور

د آمو ټلوېزیون موندنې ښیي چې د چنګاښ په ۷مه، ۲۵مه او ۳۰مه نېټه په هرات ولایت کې درې سیمه ییزې نفوذ لرونکې څېرې او جهادي قوماندانان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

په هرات کې د اوبې ولسوالۍ سیمه ییزو سرچینو آمو ټلوېزیون ته تایید کړې چې ارباب جمعه ګل، د سې شنبې په ورځ شاوخوا ۱۲ بجې کور ته د ستنېدو پر مهال د دغې ولسوالۍ بازار ته نږدې د ناپېژاندو وسله والو د ډزو هدف وګرځېد او ووژل شو.

همدا راز، د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې جهادي قوماندان او محمد اسماعیل خان ته نږدې کس ارباب وکیل احمد، د چنګاښ په ۲۵مه له مسجده کور ته د ستنېدو پر مهال د وسله والو له خوا د ډزو ښکار شو.

د شهرک ولسوالۍ د امنیې پخوانی قوماندان محمد حسین، هم د چنګاښ په ۷مه د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د ډزو هدف وګرځېد او ووژل شو.

د نظامي چارو کارپوه پوه محمد رادمنش وایي: «طالبانو په ځلونو ویلي چې له دوی پرته هیڅ ډله په افغانستان کې د وسلو واک یا لاسرسی نه لري. نو په لوېدیځ زون کې د ولسی مشرانو او جهادي قوماندانانو ترور او وژل د چا کار دی؟ په خواشینۍ سره چې افسران، سرتېري او سیمه ییز مشران د وېرې له امله هدف ګرځول کېږي او بې له شکه طالبان په دې برخه کې مسؤلیت لري.»

په تېرو دوو اوونیو کې د دایکنډي، غزني او غور ولایتونه هم د یو شمېر اغېزمنو کسانو او د پخواني حکومت د ځواکونو د ترور شاهدان وو.

په وروستیو میاشتو کې د پخواني حکومت د ځواکونو، جهادي قوماندانانو او سیمه ییزو اغېزمنو کسانو هدفمند ترورونه زیات شوي، خو طالبانو په ولایتي او مرکزي کچه تر اوسه دغو پېښو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) هم تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو د رهبر د عمومي بښنې فرمان په بشپړ ډول نه دی پلي شوی.