د بدخشان ولایت د یفتل سفلی ولسوالۍ د ادارې له موقتي وتلو وروسته، د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان وایي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی او د دوی ځواکونه په امنیتي پوستو کې مېشت دي.
ورته مهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ادعا کړې چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د موقتي سقوط په تور، د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو نیول پیل کړي دي. د دغو ادعاوو سره جوخت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز هم له کومکي ځواکونو سره دغې ولسوالۍ ته تللی دی.
د جمعې په شپه، د طالبانو له واکمنۍ څخه په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د یوې ولسوالۍ اداره په موقتي ډول د دوی له کنټروله ووته.
د بدخشان د یفتل سفلی ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او مرکز د «میهن سپاهیانو جبهې» تر تصرف وروسته، دغې جبهې خپل بیرغ پورته کړ.
د بدخشان ځینې پخواني چارواکي وایي چې مرکز (فیضاباد) ته د یفتل سفلی نږدېوالی د هغې سټراټېژیک رول خورا مهم کړی دی.
د دغې ولسوالۍ له څو ساعته سقوط وروسته، د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت له خپلو ځواکونو سره بدخشان ته ورسېد او ویې ویل چې د ځواکونو په استولو سره برید پر شا تمبول شوی او امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
فطرت په خپل ویډیويي کلېپ کې وویل: «دا بېلابېل ځواکونه دي چې یوازې د شتون اعلان لپاره کله نا کله یو ځای بیرغ پورته کوي او شورماشور جوړوي، خو د دې وړتیا نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړي؛ دلته یې هم غوغا جوړه کړې وه چې په لږ وخت کې مهار شول.»

په ورته مهال د یفتل سفلی لپاره د طالبانو امنیه قومندان مظهرالدین نوري هم په خپل کلېپ کې تایید کړه چې ځواکونه یې په پوستو کې مستقر دي او اوضاع تر مدیریت لاندې ده.
خو د «سپاهیانمیهن جبهې» جوړښت څنګه دی چې د طالبانو د حکومت په پنځه کلنۍ کې یې د یوې ولسوالۍ اداره ونیوله؟ د دغې جبهې نظامي قومندان قیوم ملنگ دی چې د پخوانيو ځانګړو ځواکونو کې ۱۳ کلنه کاري تجربه لري.
باوري سرچینو آمو ټلویزیون ته ویلي چې دا جبهه له ۱۳۰۰ تر ۱۴۰۰ پورې ځواکونه لري چې ډېری یې پخواني امنیتي سرتېري دي او د افغانستان په شمال او لوېدیځ په ځانګړې توګه هرات کې فعال دي. په دغه جبهه کې سیاسي او نظامي شوراګانې شتون لري او د بدخشان ځینې فرهنګي ځوانان هم پکې فعال دي.
سیاسي کارپوه شفیقالله سیغاني پخپلو څرګندونو کې وايي: «یفتل سفلی یوه سټراټېژیکه سیمه ده چې مرکز ته نږدې ده. که داسې اقدامات په سختو او غرنیو ولسوالیو کې تکرار شي، د اوسنۍ ادارې نظم خورا زیانپذیر دی.»
دغه راز د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند آمو ته تایید کړه چې د دغې ولسوالۍ اداره لږترلږه دوه ساعته د یادې جبهې په لاس کې وه.
د امنیتي چارو شنونکی بسمالله تابان دا برید یو تکتیکي او مؤثر برید بولي او وايي چې دا کار د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې یو نوی پړاو کېدی شي.
یفتل سفلی ولسوالۍ د فیض اباد ښار شمال لویدیځ ته په ۱۷ کیلومترۍ کې پرته ده چې د احصایې له مخې نږدې ۶۰ زره نفوس لري او خلک یې په فارسي او اوزبیکي ژبو خبرې کوي. دا سیمه په ۲۰۰۵ کال کې له فیضاباد څخه جلا او خپلواکه ولسوالي شوه.
د دغې ولسوالۍ موقتي سقوط پراخ غبرګونونه پارولي دي. فوزیه کوفي وایي چې د طالبانو لخوا د عامو خلکو سرکوب او نیول به د ازادۍ اراده لا پیاوړې کړي.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد هم د خپلسرو نیونو او غچ اخیستنو غندنه کړې ده. مېترا مهران د یادې جبهې قومندان ته د بریا هیله کړې او د هېواد پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي ویلي چې د یفتل پائین تصرف د طالبانو د سراسري واکمنۍ د ادعا طلسم مات کړ.
د سپاهیان میهن جبهې له دغې پېښې وروسته خپل شتون اعلان کړ؛ طالبان وایي د دوی ځینې غړي یې نیولي خو جبهې دا ادعا رد کړې ده.
