په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي او کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د افغانستان په لږترلږه درېیو ولایتونو کې د سونتوکو بیې په بېساري ډول پورته شوې دي.
د کابل، هرات او بادغیس ولایتونو څخه د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۸ افغانیو څخه ۷۵ افغانیو او د یو لیټر پټرولو بیه له ۶۸ افغانیو څخه ۸۵ افغانیو ته ختنېدلې ده.
هېوادوال وايي چې د سونتوکو د بیو لوړېدو د لېږد رالېږد (ټرانسپورټ) لګښتونه او د لومړنیو مصرفي توکو بیې هم ورسره غبرګې پورته کړې دي.
بلخوا، د کندهار یو شمېر اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو ګراني پر هغو کورنیو سخت فشار راوړی چې له وړاندې له فقر او سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وې.
د دوی په وینا، د تېلو ګراني نه یوازې د تګ راتګ لګښتونه زیات کړي، بلکې په بازارونو کې یې نور اړین توکي هم قیمتي کړي دي.
د کندهار یو تن اوسېدونکی کمالالدین وایي: «مخکې د سون توکو بیه شاوخوا ۵۰ افغانۍ وه، خو اوس له ۷۰ تر ۷۲ افغانیو پورې رسېدلې ده.»
د یعقوب په نوم د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی هم وایي: «د تېلو بیې ورځ تر بلې پورته ځي او اوس یو لیټر نږدې ۸۰ افغانیو ته رسېدلی دی.»
په همدې حال کې، په کندهار کې د طالبانو ښاروالي وایي چې د سونتوکو د نرخونو ټاکل د دوی په صلاحیت کې نه دي، خو په بازارونو کې به د تېلو او ګازو د احتکار او بېځایه زېرمه کولو مخنیوی وکړي.
