افغانستان

ننګرهار کې له زرګونه نشه‌يي ګولیو سره ۴ تنه ونیول شول

انځور- ننګرهار کې د طالبانو د والي د دفتر له پاڼې څخه

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې څلور تنه له زرګونه نشه‌يي ګولیو او لسګونه کیلو ګرامه نورو بېلابېلو نشه‌يي توکو سره لاس په لاس نیولي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي معلوماتو پر بنسټ، د شینوارو ولسوالۍ په «۲۷ ویالې» سیمه کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې له یادو څلورو کسانو څخه ۴۴ زره او ۳۷۶ عدده «زیکب» نشه‌يي ګولۍ، ۲۰ کیلو ګرامه تریاک او ۲۹ کیلو ګرامه خام چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد رسنیو ته وویل، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې به یې د قانوني اجرااتو لپاره ژر تر ژره اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.