د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجټ ګانیان له آمو ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان له هېوادونو سره دوه اړخیز تعامل په څو اړخیزو نړیوالو چوکاټونو کې تر ګډون غوره ګڼي او په همدې ډول غواړي خپل مناسبات مخته یوسي.
مېرمن ګانیان په دغه مرکه کې همدا راز ویلي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د سفر د اجازې صادرولو په اړه له طالبانو څخه غوښتنې مطرح شوې دي او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
د یوناما سرپرستې د طالبانو له مشرتابه سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په غبرګون کې زیاته کړه، د طالبانو رهبر هبتالله اخوندزاده له هیڅ بهرني چارواکي سره په مستقیم ډول نه ګوري؛ خو هغې ټینګار وکړ چې د یوناما او نړیوالې ټولنې پیغامونه په منظم ډول د دوی د چینلونو له لارې هبتالله اخوندزاده ته رسول کېږي.
