سیاست

ملا برادر د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

انځور ، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ملا برادرد کابل بین المللی هوايي ډګر کې، ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی د ایران د مخکیني مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته ولاړ.

طالبانو ته یوې نږدې رسنۍ د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د دغه افغان پلاوي د سفر ترڅنګ، څو ورځې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېګدلي هم د ریاست‌الوزرا د دفتر لوی رییس ملا عبدالواسع ته په دغو مراسمو کې د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ګډون رسمي بلنلیک سپارلی و.

د ایران دغه مخکینی مذهبي مشر شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې په نښه او ووژل شو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د نوموړي د جنازې او وروستي الوداع مراسم به د راتلونکې اونۍ له شنبې ورځې څخه په رسمي ډول پیل شي.

د برادر په مشرۍ د دغه لوړپوړي پلاوي سفر په داسې حال کې تنظیمېږي چې کابل او تهران په تېرو څو کلونو کې، د سیاسي انزوا او بندیزونو سره سره، د پام وړ اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پاللې دي.