د امریکا او ایران ترمنځ په قطر کې د هرمز تنګي د بېړۍ چلولو د کنټرول او د ایران د کنګل شوې اېرانۍ شتمنۍ د ازادولو پر سر دوه ورځنۍ غیرمستقیمې خبرې اترې بې له کوم څرګند پرمختګ څخه پای ته ورسېدې.
دا خبرې اترې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب په دوحه کې ترسره شوې، خو د دواړو هېوادونو استازو په هغو مسایلو بحثونه وکړل چې دوه اونۍ وړاندې په موقتي هوکړه کې ورباندې پرېکړه شوې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خبرو بل پړاو به د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه يي د جنازې او ښخولو له مراسمو (د جولای ۹مې) وروسته پیل شي.
د لومړنۍ هوکړې له مخې، دواړه هېوادونه باید په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړي، خو د دغه ستراتیژیکې اوبلارې وضعیت لا هم نامعلوم دی او تېره اونۍ هم د دواړو لوریو ترمنځ پر یوه باروړونکې بېړۍ له برید وروسته بریدونه تبادله شوي دي.
ایراني سرچینو ویلي چې تهران غواړي په هرمز تنګي خپل کنټرول په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندلی شي او اعلان یې کړی چې د اګسټ له نیمایي وروسته به پر تېرېدونکو بېړیو مالیه (ټکس) ولګوي.
بلخوا د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو د هرمز په تنګي کې د ماینونو د پاکولو وړاندیز کړی، خو د جرمني د دفاع وزیر ویلي چې د ایران د نه همکارۍ له امله به دوی پدې پروسه کې ګډون ونکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې خبرې اترې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو پر سر په ښه توګه پرمخ روانې دي او د ایران د اټومي وسلو د پاکولو پروسه بريالۍ ده.
خو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي چې په دغو تخنیکي خبرو کې د ایران اټومي پروګرام بیخي یاد شوی هم نه دی. د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس هم تایید کړې چې پر اټومي موضوع به وروسته خبرې وشي.
پدې ناسته کې د ټرمپ زوم جېریډ کوشنر او لوړپوړی استازی سټیو ویټکوف چې د «لوړې کچې» خبرو لپاره سیمې ته استول شوي وو، ګډون نه و کړی او د ایران د پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال کاظم غریب ابادي کوله.
