د امریکا یو لوړپوړي چارواکي تایید کړې چې امریکا او ایران په خلیج کې د وروستیو تاوتریخوالو پر ودرولو او د هرمز تنګي په اړه د خپلو اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو پر بیا پیلولو هوکړه کړې ده.
دا پرېکړه د څو ورځنیو نښتو او یو د بل پر وړاندې له ځوابي بریدونو وروسته، د لنډمهالي سولې تړون د ژغورلو په موخه شوې ده.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي خبرې اترې د راتلونکې سې شنبې په ورځ په قطر کې بېرته پیل شي.
د دغې هوکړې له مخې به دواړه لوري خپل پوځي بریدونه بندوي ترڅو په سیمه کې کښتیو ته د ازاد تګ راتګ چانس برابر شي.
دا ډیپلوماټيکه هوکړه د یکشنبې په ورځ تر هغې سمدستي وروسته وشوه، چې د ایران سپاه پاسداران د کویټ او بحرین په هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو پوځي اډې په توغندیو او ډرون الوتکو وویشتې.
ایران ادعا کړې وه چې دا بریدونه یې د امریکا د هغو هوایي بریدونو په غبرګون کې کړي چې د جون د ۱۷مې نېټې له اوربند څخه یې سرغړونه کړې وه.
د بحرین حکومت ویلي چې د ایران یوې ډرون الوتکې په «محرک» سیمه کې یو استوګنیز کور هم ویشتلی او زیانمن کړی دی.
تر دې بریدونو وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ایران ته سخت ګواښ کړی و او لیکلي یې وو: «که داسې یو وخت راغی چې زموږ زغم پای ته ورسېد، موږ به دغه پیل کړی کار په پوځي ډول نږدې کړي (پای ته ورسوو) او پدې حالت کې به د ایران اسلامي جمهوریت نور شتون ونلري.»
بلخوا، اسرائیلو هم په ورته وخت کې اعلان کړی چې په سویلې لبنان کې یې د ایران تر ملاتړ لاندې د حزبالله ډلې پر ځینې ځمکنيو تاسیساتو نوي بریدونه کړي دي.
ایران خبرداری ورکړی چې که د امریکا او ایران ترمنځ پراخه هوکړه د پلي کېدو وړ وي، نو باید په لبنان کې هم جګړه په بشپړه توګه ودرول شي.
