منځنی ختیځ

د امریکا او ایران له بریدونو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې

انځور ارشیف څخه

په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو پوځي بریدونو او د هرمز تنګي په لاره کې د تګ راتګ د ټکني کېدو له امله، د دوشنبې په ورځ په نړیوال بازار کې د تېلو بیې پورته شوې.

دا لوړوالی وروسته له هغې راغی چې د دواړو لوریو یو پر بل ځوابي بریدونو د هغوی ترمنځ د سولې لنډمهالی تړون له جدي ګواښ سره مخ کړ.

د نړیوالو بازارونو د راپورونو له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه ۵۸ سنټه یا ۰.۸ سلنه لوړه شوه او هر بیرل په ۷۲.۵۷ ډالرو وپلورل شو.

په ورته وخت کې د امریکا د ویسټ ټکساس انټرمنډیټ (WTI) تېلو بیه هم ۸۸ سنټه یا ۱.۳ سلنه لوړه شوې او هر بیرل ۷۰.۱۱ ډالرو ته رسېدلی دی.

تېره اونۍ وروسته له هغې چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد د فبرورۍ میاشتې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد، د برنټ تېلو بیه ۱۰.۶ سلنه راکمه شوې وه؛ خو د پنجشنبې له ورځې راهیسې په تنګي کې پر کښتیو، په ځانګړې توګه د قطر په یوه ټانکر له بریدونو وروسته، د تګ راتګ بهیر بېرته ټکنی شو.

دا وضعیت د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو د بندولو او خبرو ته د بېرته ګرځېدو له هوکړې وروسته تر یو بریده مهار شو، که نه د تېلو بیې نورې هم پورته تللې خو اوس بازار د یو ارامښت لور ته روان دی.

د دې ترڅنګ، د سعودي عربستان د «ارامکو» د تېلو د سترې کمپنۍ د بارولو چارې چې له نږدې څلورو میاشتو بندښت وروسته د جمعې په ورځ په راس تنورا بندر کې پیل شوې وې، لا هم دوام لري.

دا چارې د یکشنبې په ورځ په دغه مرکز کې د ارامکو کمپنۍ د یوې چورلکې د راغورځېدو او د ۱۴ ځایی وګړو د وژل کېدو له پېښې سره سره بیا هم و نه درول شوې.