د آمو له خوا د هغو ترافیکي پېښو د راټولو شویو ارقامو له مخې چې خپاره شوي او دغه راز هغه پېښې چې سرچینو او طالبانو تایید کړې دي، ښيي چې په تېره یوه اونۍ کې (د چنګاښ له ۱۵مې تر ۲۱مې) په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی او لږترلږه ۸۶ تنه نور په دغو پېښو کې ټپیان شوي دي.
د دغو ارقامو پر بنسټ، په تېره اونۍ کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۹ ترافیکي پېښې شوې دي، چې په یوه پېښه کې چې پرون (یکشنبه، د چنګاښ ۲۱مه) په فاریاب کې شوې، د ۱۹غلا شویو څارویو د موندنې لامل هم شوې او د دغه موټر چلوونکی نیول شوی دی.
زابل، سمنګان، هلمند، ننګرهار، پنجشېر، نورستان، فاریاب او غزني، له هغو ولایتونو څخه دي چې په تېره یوه اونۍ کې د وژونکو ترافیکي پېښو شاهدان وو.
دا ارقام ښيي چې د چنګاښ په ۱۵مه د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د زابل د شاه جوی ولسوالۍ په سیمه کې د یوه «۵۸۰» ډوله موټر د اوښتلو له امله، یو تن مړ او ۲۸ تنه نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، ۶ ښځې او ۴ ماشومان شامل وو.
په یوه ورته پېښه کې چې پرون (یکشنبه، د چنګاښ ۲۱مه) د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوه «۵۸۰» ډوله موټر د چپه کېدو له امله وشوه، لږترلږه ۳ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۶ تنه نور ژوبل شول.
په یوه بله پېښه کې، د چنګاښ په ۱۵مه د کابل-مزارشریف پر لویه لاره د سمنګان د خلم ولسوالۍ په سیمه کې د یوه «۵۸۰» ډوله موټر او یوه «ټېلري» موټر د ټکر له امله، یو تن مړ او ۹ تنه نور ټپیان شول.
د دغو ارقامو له مخې، دغه راز د چنګاښ په ۱۹مه د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې په ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه او ۱۶ ټپیان، د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کې په ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه او ۸ ټپیان، په پنجشېر کې په یوه پېښه کې څلور ماشومان مړه، په بله پېښه کې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ۲ تنه مړه او ۲ نور ټپیان او په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو تن چې د موټر چلوونکی و، مړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې په ننګرهار، پنجشېر، نورستان او فاریاب کې ترافیکي پېښې هم د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي او په وروستیو میاشتو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.
د آمو له خوا راټول شوي ارقام ښيي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږترلږه ۱۲۸ ترافیکي پېښې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، په دغو پېښو کې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۱۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د آمو څېړنې دا هم ښيي چې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې پر کابل-هرات، کابل-جلالاباد، کابل-کندهار او کابل-مزارشریف لویو لارو شوې دي، چې له دې ډلې بدخشان د تر ټولو ډېرو پېښو شاهد و.
