لویدیځه اسیا

د هرمز تنګي په سر جګړه؛ امریکا پر ایران نوي بریدونه کړي

انځور پر ایران دامریکا برید

د هرمز تنګي په سر د جګړې له سختېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې تر سهار پورې پر ایران د بریدونو څو نوې څپې پیل کړې دي.

دا بریدونه د تېرې اونۍ په پای کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د ایران د هغه برید په غبرګون کې شوي چې بېړۍ ته یې اور واچاوه او یو کارکوونکی یې لادرکه شو.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د دوشنبې په سهار د بحرین هېواد کې چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکز دی، د توغندیزو بریدونو د خبرداري سایرنونه غږول شوي دي.

ایراني دولتي رسنیو هم د دوشنبې د سهار په لومړیو کې په خپلې خاورې کې د نویو بریدونو او چاودنو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

د ایران لخوا هم د یکشنبې په ورځ پر بحرین، کویټ، قطر، اردن او ان عمان باندې د غبرګون په توګه بریدونه شوي؛ هغه هېواد چې د اوبو محدوده یې له ایران سره یوځای د هرمز تنګی جوړوي.

دا تاوتریخوالی داسې مهال دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني موقت تړون نږدې نیمايي موده تېره شوې ده.

دا تړون د دې لپاره لاسلیک شوی و چې د دایمي سولې لپاره لار هواره کړي، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت کړکېچنې شوې دي او د بشپړې جګړې د بیا پیلېدو ویره شته.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د دې وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او په یوه بیان کې یې ویلي: «د بشپړې جګړې او دښمنۍ لور ته ستنېدل به ویجاړونکې پایلې ولري.»