افغانستان

راپور: په هرات کې د ایران ویزه تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي

د آمو موندنې ښيي چې په هرات کې د ایران ویزه په تورو بازارونو کې له ۷۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د دغو موندنو پر بنسټ، د هېواد د وګړو لپاره د ایران د ځینو ډولونو ویزو د صدور درېدل د تورو بازارونو د تودېدو لامل شوی دی.

د هېواد په لوېدیځ کې د ایران د ویزې غوښتونکي، په ځانګړې توګه کارګران وایي چې د دې خورا زیاتو پیسو د ورکولو توان نلري.

د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نادر وایي، تر اوسه څو ځلې په قاچاقي ډول ایران ته تللی دی.

د هغه په وینا، اوس ایران ته غیرقانوني کډوالي خورا خطرناکه شوې او پرېکړه یې کړې چې دا ځل پر قانوني لارې ایران ته لاړ شي؛ خو په تور بازار کې د ویزې بیه دومره لوړه ده چې د ورکولو توان یې نلري.

هغه وایي: «که ما یو لک افغانۍ درلودلای، په همدې هېواد کې به مې کوم کار کاوه، دکان به مې نیوه یا به مې زرنج اخیسته. خدای شاهد دی چې نه پوهېږم څه وکړم.»

په ورته وخت کې، باوري سرچینې آمو ته تاییدوي چې دمګړۍ د ایران د تفریحي، کارګري او درملنې ویزو صدور په عمومي ډول درېدلی او یوازې ځینو سوداګرو او هغو ناروغانو ته ویزه ورکول کېږي چې د ایران د تایید شویو روغتونونو له خوا معرفي کېږي.

دا سرچینې زیاتوي چې د ویزو د صدور د قانوني بهیر له محدودېدو سره جوخت، په هرات کې د ویزو د پېر او پلور بازار ګرم شوی او کمېشنکاران او ځینو فرصت طلبه او مافیايي کړۍ ویزې په خورا لوړو بیو په غوښتونکو پلوري.

بلخوا، د هېواد یو شمېر داسې وګړي چې په وروستیو میاشتو کې له ایرانه شړل شوي، وایي چې په افغانستان کې د بېکارۍ او ګڼو اقتصادي ستونزو له امله بېرته کډوالۍ ته له اړ کېدو پرته بله چاره نلري؛ خو د ویزې د درنو لګښتونو ورکول د دوی له وسې پورته دي.

د بادغیس اوسېدونکی محمد ناصر وایي: «شپږ میاشتې کېږي چې بېکاره یم او د خوړلو لپاره هېڅ نلرم. اړ یم چې ایران ته لاړ شم، خو داسې پیسې هم نلرم چې ویزه پرې واخلم.»

د بادغیس بل اوسېدونکی صاحب‌خان وایي: «د ایران ویزه په خورا لوړه بیه پلورل کېږي. موږ د خوړلو ډوډۍ نلرو، نو څنګه کولی شو په دې بیه ویزه واخلو؟»

ایران لا هم د زرګونو افغان وګړو لپاره د کار یو له اصلي ځایونو څخه ګڼل کېږي، خو د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ جګړې د ځینو قونسلي خدماتو بهیر، په ځانګړې توګه د څو ډوله ویزو ورکول ګډوډ کړي دي.

له دې ټولو سره سره، په داسې شرایطو کې چې په هېواد کې بېکاري او اقتصادي ستونزې دوام لري او مخ په پراخېدو دي، د ایران د ویزې ډېری غوښتونکي وایي چې کاري فرصتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره درانده لګښتونه وګالي.