امریکا پر ایران د درېیمې پرله پسې شپې لپاره نوي هوايي بریدونه کړي او هممهاله د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې پر تېل لېږدونکو کښتیو بریدونه شوي دي.
دا پېښې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې پرېکړې وروسته کېږي چې ویلي یې وو، پر ایراني کښتیو د تګ راتګ بندیزونه بیا لګوي او له تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو د امنیت ساتلو په بدل کې به ۲۰ سلنه فیس اخلي.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت تایید کړې چې د هرمز تنګي په عماني اوبو کې د دوی دوه نفت وړنکې کښتۍ د ایران په کروز توغندیو ویشتل شوې، چې له امله یې یو هندي ملاح وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې دا کښتۍ یې تر خبرداري وروسته ځکه ویشتلي چې د دوی په وینا، د تېرېدو سیستمونه یې بند کړي وو او له ماین پاکې شوې لارې د تېرېدو هڅه یې کوله.

ورته وخت کې، د بحرین حکومت ویلي چې د ایران هوايي بریدونه یې شنډ کړي دي، خو بل لور ته سپاه پاسداران ادعا کوي چې په بحرین کې یې د «جفېیر» په پوځي اډه کې د امریکایي ځواکونو د استوګنې ځای په ګډون څو نظامي مرکزونه په نښه کړي دي.
د دغو نښتو له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم دوه سلنه لوړې شوې او د برنټ خامو تېلو بیه نږدې ۸۵ ډالرو ته رسېدلې ده.
