منځنی ختیځ

اردن کې د ایران برید؛ دوه امریکايي سرتېري ووژل شول

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې په اردن کې د ایران په یو برید کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي او یو بل لادرکه دی.

هممهاله د ایران ستر رهبر ویلي چې واشنګټن به د پرله پسې اوو شپو بریدونو او د جګړې د اور د بلولو تاوان پرې کړي.

د تېرې اونۍ راهیسې، د دواړو خواو ترمنځ د تیرې میاشتې د موقتي اوربند د تړون له منځه تلو وروسته بریدونه خورا شدید شوي دي، چې د یوې بلې هراړخیزې جګړې ویره یې زیاته کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د معلوماتو له مخې، دا دوه سرتېري د جمعې په ورځ وژل شوي او درېیم هغه یې په جګړه کې نادرکه دی.

د جګړې له پیل راهیسې دا د مړو شویو امریکايي سرتېرو شمیر ۱۶ ته رسوي او له ۴۲۰ څخه زیات نور ټپیان دي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ پر اېکس پاڼه لیکلي: «قهرمانانو، د خدای په امان! ستاسو قرباني زموږ هوډ نور هم قوي کوي.»

ایران د امریکا لخوا د دوی پر پلونو، برښنايي شبکو او نورو بنسټونو د بریدونو په غبرګون کې، د شنبې په ورځ پر سعودي عربستان او په خلیج کې د امریکا پر نورو متحدینو (کوېټ، بحرین او اردن) بریدونه کړي دي.

د ایران د ستر رهبر مجتبی خامنهيي په هغې بیانیه کې چې دولتي رسنیو خپره کړې، راغلي چې د امریکا لخوا د موقتي تړون نقض ښيي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک هیڅ ارزښت او اعتبار نلري.

په بیانیه کې ویل شوي: «امریکايي دښمن چې د کړکېچ د زیاتولو په لټه کې دی، باید پوه شي چې د ایران پتمن ملت او د مقاومت جبهې ورته نه هېرېدونکي درسونه چمتو کړي دي.» د خامنهيي د اوسېدو ځای لا هم پټ دی.

دا جګړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په پای کې د امریکا او اسرائیلو لخوا پر ایران د بریدونو له امله پیل شوه، چې موخه یې د ایران د توغندیو د پروګرام او د هغوی د سیمه ییزو نیابتي ډلو کمزوري کول وو. دې چارې د انرژۍ پر لېږد ناوړه اغېزه کړې او د هرمز تنګي د کنټرول پر سر جګړه توده شوې ده.

د شنبې په ورځ کوېټ تر سختو بریدونو لاندې و او پوځ یې وویل چې یو شمېر ایراني بالیسټیک توغندي او بې‌پيلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي.

د ایران سپاه پاسداران وویل چې په کوېټ کې یې د امریکا پر یو پوځي مرکز او هوايي اډې بریدونه کړي دي.

په بحرین کې هم د امریکا د جنګي الوتکو پر یوې اډې برید شوی دی. ایراني رسنیو ادعا کړې چې د اردن په الازرق اډه کې یې د امریکا لږترلږه دوه جنګي الوتکې او درې نورې الوتکې هم ویجاړې کړې دي.

بلخوا د سعودي عربستان د خبرداري سیسټمونو په الخرج او ینبع سیمو کې له اوسېدونکو غوښتي چې خوندیتوب لپاره پناه ځایونو ته لاړ شي، ځکه په دغو سیمو کې امریکايي ځواکونه او د تېلو مهم ټرمینلونه شتون لري. سرچینې وايي دا غبرګون په تېرو درېیو میاشتو کې پر سعودي د ایران لومړی راکټي برید و.

امریکا وایي د ایران د څارنې مرکزونه، لوژستیکي بنسټونه او د ځمکې لاندې د وسلو ډیپوګانې یې ویشتلي دي. د ایران د روغتیا وزارت وایي په تېرو درېیو اونیو کې د امریکا په بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ څخه زیات ټپیان دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا تورنه کړه چې غواړي د هرمز پر ستراتیژیک تنګي کنټرول ترلاسه کړي، چېرته چې د نړۍ پنځمه برخه د تېلو لېږد رالېږد کېږي. د دغه کړکېچ له امله د تېلو بیې ۴ سلنه لوړې شوې دي.